د افغانستان نفوس په زیاتیدو دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98162-د_افغانستان_نفوس_په_زیاتیدو_دي
د افغانستان نفوس په تیرو شلو کلونو کښې ۵۷ فیصده زیات شوي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2021 02:53 Asia/Kabul
  • د افغانستان نفوس په زیاتیدو دي

د افغانستان نفوس په تیرو شلو کلونو کښې ۵۷ فیصده زیات شوي دي

د افغانستان نفوس په تیرو شلو کلونو کښې ۵۷ فیصده زیات شوي دي

طلوع نیوز خبر ورکړی چې د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ادارې پرون وویل: د افغانستان نفوس په تیرو شلو کلونو کښې په ۵۷ فیصده زیاتوالي سره له ۱۹ میلیون او ۹۱ زره کسانو څخه ۳۲ میلیون او ۹ لاکه کسانو ته رسیدلي دي.

خبر زیاتوي چې د افغانستان د نفوسو د اوسني بهیر په دوام سره په راتلونکو دیرشو کلونو کښې به دغه شمیر له ۶۴ میلیون کسانو واوړي.

د افغانستان د احصائیې او معلوماتو د ادارې ویاندې روبینه شهابي وايي، د نفوسو چټکې پراختیا او د روغتیا او د څښلو د پاکو اوبو د برابرولو په شمول په مختلفو برخو کښې د امکاناتو محدودیت ته په پام سره، چارواکي باید له هم دا اوسه ځایه، په راتلونکي کښې  د ښاریزو د اړتیاؤ د پوره کولو په فکر کښې شي.