افغانستان کښې د انګلستان کورونا ویروس پیدا شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98176-افغانستان_کښې_د_انګلستان_کورونا_ویروس_پیدا_شوی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح په ختیځ ولایت ننګرهار کښې د انګلستان د کورونا ویروس د پیدا کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2021 07:48 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د انګلستان کورونا ویروس پیدا شوی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح په ختیځ ولایت ننګرهار کښې د انګلستان د کورونا ویروس د پیدا کیدا خبر ورکړ .

وحید مجروح د کورونا د نوي ویروس د پیژندلو د ځانګړي لیبراتور د پرانیستل کیدا په مراسمو کښې وویل په ننګرهار ولایت کښې د انګلستان د کورونا ویروس اوه(۷) پیښې ثبت شوي دي .

هغه د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د دغه لیبراتور جوړیدل د کورونا د نویو ویروسونو د معلومولو لپاره مهم ګام وباله .

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان حکومت په خپل هیواد کښې د انګلستان د کورونا ویروس د ثبتیدا خبر ورکوي .

په افغانستان کښې تراوسه د کورونا ویروس لپاره هیڅ ډول محدودیت نشته .

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند هم ویلي دي ټاکل شوي ده چې د روغتیا او درملنې وزارت زده کونکو ته د روغتیايي چارو د رعایتولو او د کورونا ویروس د خپریدا د مخنینوي په زمینه کښې روزنه ورکړي .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د ښوونځیو د تحصیل د نوي کال د پیلیدا په مراسمو کښې د کورونا ویروس په خپریدا باندې د اندیښنې په څرګندولو سره په دې زمینه کښې د روغتیايي تدبیرونو د غوره کولو پرضرورت ټینګار وکړ .

افغانستان همدا اوس د کورونا ویروس له دوهمې (۲) څپې سره د مبارزې په حال کښې دی او د دغه ناروغۍ له دریمې (۳) څپې سره د مبارزې لپاره چمتو کیږي .