د بهرنیو عسکرو له شتون پرته د بریالیتوب توانمنۍ لرو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98196-د_بهرنیو_عسکرو_له_شتون_پرته_د_بریالیتوب_توانمنۍ_لرو
په داسې حال کې چې  د ترکیې د استانبول دغونډې په درشل کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پلان  ګونګوسې زیاتې شوي  ، دافلغانستان  ولسمشر اشرف غني  وئيلي دي ،هیڅوک پر افغان ولس  د زور او دباؤ له لارې   حکومت نشي تپلی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2021 23:56 Asia/Kabul
  • د بهرنیو عسکرو له شتون پرته د بریالیتوب توانمنۍ لرو

په داسې حال کې چې  د ترکیې د استانبول دغونډې په درشل کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پلان  ګونګوسې زیاتې شوي  ، دافلغانستان  ولسمشر اشرف غني  وئيلي دي ،هیڅوک پر افغان ولس  د زور او دباؤ له لارې   حکومت نشي تپلی

 

 تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ ،  دافغانستان دفاع وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي  دا  چې  د افغانستان   ملی اردو او امنیتی ځواک د  ځان ددفاع  توان نه لري له ملنډو ډکه خبره ده .

په داسې حال کې  بهرني  نیواکګر ځواک باید د مئ میاشت پورې له افغانستانه ووځي ، د دغه هیواد دفاع وزارت ویندوي روح ا... احمدزي په دغې اعلامیې کې  ټینګار کړ ی ،  دغه توانمني لري ، څو  د بهرنیو عسکرو له شتون پرته هم بریالی عمل وکړي .

ځينو امریکائي چارواکو  ا دعا کړې  چې د افغانستان  امنیتي ځواک  له وسلوالو مخالفانو سره دمقابلې توان نه لري ،  خو د افغانستان  اړونده چارواکو دغه ادعا رد کړې او وئيلي ئې دي ، افغان ځواک  له دښمن سره  د مبارزې لپاره له لازمو توانمنیو  برخمن دی  او درست پوځي عملیات په خپلواکه اوبریالیتوب سره ترسره کوي .

 احمدي زي  د  افغان ځواک په باب د امریکائي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ټينګار کړ ی دی ، باید  دافغانستان   د امنیتي ځواک  توانمنیو ته په سپکه ونه کتل شي ،ځکه چې دغه ځواک  هرډول مځکني ،هوائي  عملیات او پوځي روزونې  په ځان له سر ترسره کوي  او دوي دي چې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې قرباني کیږي .

 د افغانستان د ملی امنیت  سلاکار  حمد ا... محب هم تیره اونۍ  دواشنګټن  په هادیسن  اکاډمۍ کې  په یولړ دستورو کې ټينګار ک ړی،  دافغانستان امنیتی او دفاعي ځواک  ددغه  هیواد دد فاع لپاره لازم توانمنۍ لري  او په دې زمینې کې دبهرنیو عسکرو  وتل هیڅ مشکل نه جوړوي .    

 د تیر کال په فرورۍ میاشت کې  له طالبانو ډلې سره د امریکا د موافقې په اساس واشنګټن باید  خپل نیواکګر عسکر  له افغانستانه د  مئ میاشت تر لومړنۍ نیټې مخکې وباسي .  په داسې حال کې چې  د ترکیې د استانبول دغونډې په درشل کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پلان  ګونګوسې زیاتې شوي  ، دافلغانستان  ولسمشر اشرف غني  وئيلي دي ،هیڅوک پر افغان ولس  د زور او دباؤ له لارې   حکومت نشي تپلی