فرانسه د افغانستان د سولې بهیر بشبړملاتړ کوي
داپه داسې شرائطو کې دي ، چې د افغانستان ځيني ګوندونه ، مسئولان، سیاستوالان خلک او کارپيژاندي لویدیځي هیوادونه دبین الافغاني خبرواترو کومې نتیجې ته درسیدا لپاره خنډ ګڼي او ټينګار کوي ،که د امریکا په مشرۍ د لویدیځوالو دغه لاسوهنې او نیواکګرۍ نه وائ،نو افغانستان به له دې ډير مخکې سولې او آرامښت ته رسیدلی ؤ .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی،د افغانستان خارجه وزارت بیګا دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئيلی دي ، ددغه هیواد خارجه وزیر محمد حنیف اتمر د فرانسې له خارجه وزیر ژان ایو لودریّن سره په ټيلیفوني تماس کې د افغانستان دسولې دخبرواترو د بهیر او له دغه بهیره د فرانسې د ملاتړ او ورسره د دوو اړخیزو اړیکو دپیاوړتیا په باب خبرې اترې کړي دي .
په دغه ټیلیفوني تماس کې د فرانسې خارجه وزیر مدعي شوی ، پاریس د افغانستان د سولې د بهیر بشپړ ملاتړ کوي . داپه داسې شرائطو کې دي ، چې د افغانستان ځيني ګوندونه ، مسئولان، سیاستوالان خلک او کارپيژاندي لویدیځي هیوادونه دبین الافغاني خبرواترو کومې نتیجې ته درسیدا لپاره خنډ ګڼي او ټينګار کوي ،که د امریکا په مشرۍ د لویدیځوالو دغه لاسوهنې او نیواکګرۍ نه وائ،نو افغانستان به له دې ډير مخکې سولې او آرامښت ته رسیدلی ؤ .
څو میاشتې مخکې د افغانستان یو شمیر پارلیماني استازو په فرانسې کې د اسلام دګران پیغمبر د سپکاویو باندې په اعتراض کې له پاریس سره د ډيپلوماټيکو اړیکو د غوڅولو غوښتنه کړې وه همدرااز د افغانستان ولس په مختلفو ښارونو کې په سترو مظاهرو جوړولو سره له فرانسې سره د اړیکو دغوڅولو غوښتنه کړې ده .