فرانسه د افغانستان د سولې بهیر بشبړملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98208-فرانسه_د_افغانستان_د_سولې_بهیر_بشبړملاتړ_کوي
داپه داسې شرائطو کې دي ، چې  د افغانستان  ځيني ګوندونه ، مسئولان،  سیاستوالان  خلک او کارپيژاندي  لویدیځي هیوادونه  دبین الافغاني خبرواترو  کومې نتیجې ته درسیدا لپاره   خنډ ګڼي  او ټينګار کوي ،که د امریکا په مشرۍ د  لویدیځوالو دغه لاسوهنې او نیواکګرۍ نه وائ،نو افغانستان  به له دې ډير مخکې  سولې او آرامښت  ته رسیدلی ؤ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2021 02:03 Asia/Kabul
  • فرانسه د افغانستان د سولې بهیر بشبړملاتړ کوي

داپه داسې شرائطو کې دي ، چې  د افغانستان  ځيني ګوندونه ، مسئولان،  سیاستوالان  خلک او کارپيژاندي  لویدیځي هیوادونه  دبین الافغاني خبرواترو  کومې نتیجې ته درسیدا لپاره   خنډ ګڼي  او ټينګار کوي ،که د امریکا په مشرۍ د  لویدیځوالو دغه لاسوهنې او نیواکګرۍ نه وائ،نو افغانستان  به له دې ډير مخکې  سولې او آرامښت  ته رسیدلی ؤ .

ایرناخبری آژانس راپور ورکړی،د افغانستان خارجه وزارت بیګا دیوې خبرتیا په خپرولو سره  وئيلی دي ، ددغه هیواد خارجه وزیر محمد حنیف اتمر  د فرانسې  له خارجه وزیر ژان ایو لودریّن سره په ټيلیفوني تماس کې  د  افغانستان دسولې  دخبرواترو د بهیر   او له دغه بهیره د  فرانسې د ملاتړ  او ورسره د دوو اړخیزو اړیکو  دپیاوړتیا په باب  خبرې اترې کړي دي .

  په دغه ټیلیفوني تماس کې د فرانسې خارجه وزیر مدعي شوی ، پاریس د  افغانستان د سولې د بهیر بشپړ ملاتړ کوي .  داپه داسې شرائطو کې دي ، چې  د افغانستان  ځيني ګوندونه ، مسئولان،  سیاستوالان  خلک او کارپيژاندي  لویدیځي هیوادونه  دبین الافغاني خبرواترو  کومې نتیجې ته درسیدا لپاره   خنډ ګڼي  او ټينګار کوي ،که د امریکا په مشرۍ د  لویدیځوالو دغه لاسوهنې او نیواکګرۍ نه وائ،نو افغانستان  به له دې ډير مخکې  سولې او آرامښت  ته رسیدلی ؤ .

 څو میاشتې مخکې د افغانستان یو شمیر پارلیماني استازو په فرانسې کې د اسلام دګران پیغمبر د سپکاویو باندې په اعتراض کې له پاریس سره د ډيپلوماټيکو اړیکو د غوڅولو غوښتنه کړې وه همدرااز  د افغانستان ولس په مختلفو ښارونو کې  په سترو مظاهرو جوړولو سره  له فرانسې سره د  اړیکو دغوڅولو غوښتنه کړې ده .