د ایران او د افغانستان خارجه وزیرانو خبرې وکړې
اوا خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان د سولې د بهیر په هکله د ایران رغنده دریځ ارزښمن وباله .
هغه پرون په تاجیکستان کښې د استانبول د پروسې او د اسیا د زړه د کانفرنس په څنګ کښې د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره په کتنې کښې د سولې د خبرو اترو د بریالیتوب په هکله د ایران رغنده دریځ ، د اسلامي جمهوري نظام د بریاو ساتنه او د سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا مهمه او ارزښمنه وبلله او هیله یې وکړه دغه دریځ د اسیا د زړه د کانفرنس په راتلونکي باندې مثبت او رغنده اغیز ولري .
د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم پایدارې سولې ته د رسیدا لپاره معقولې سیاسي حل لارې ته د رسیدا په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت دریځ منطقي وباله او د سیمه ییزې اجماع د ډيرې پیاوړتیا لپاره یې د ایران چمتووالی اعلان کړ .
د ایران او د افغانستان خارجه وزیرانو د ناوړه پیښو د رامینځته کیدا د مخنیوي لپاره ایران ته د افغانستان د ښاریزو د ورتلو په قانوني کیدا یې ټینګار وکړ .
د تاجیکستان دوشنبه ښار له پرون راهسې د افغانستان په موضوع سره د اسیا د زړه د کانفرنس کوربه دی .