ملګري ملتونه باید په خبرو کښې اسانتیا رامینځته کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98264-ملګري_ملتونه_باید_په_خبرو_کښې_اسانتیا_رامینځته_کړي
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د اسیا د زړه د نړیوال کانفرنس په نهمې (۹) غونډې کښې په وینا کښې په افغانستان کښې د دائمي ثبات د ټینګیدا یوازنۍ لاره بین الافغاني خبرې اترې وبللې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2021 09:53 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه باید  په خبرو کښې اسانتیا رامینځته کړي

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د اسیا د زړه د نړیوال کانفرنس په نهمې (۹) غونډې کښې په وینا کښې په افغانستان کښې د دائمي ثبات د ټینګیدا یوازنۍ لاره بین الافغاني خبرې اترې وبللې .

جواد ظریف نن د استانبول د بهیر او د اسیا د زړه په کانفرنس کښې په وینا کښې د سیمه ییز پیوستون او د سیمې تعاملاتو ته د افغانستان د ورګډیدا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت هڅو ته د اشارې په ترڅ کښې په دغه هیواد کښې د سولې او د ثبات ټینګیدل یوازې د بین الافغاني خبرو اترو په چورلیزتوب سره ممکن وباله .

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د بین الافغاني خبرو اترو د اسانتیا لپاره د ملګروملتونو د وربللو په ترڅ کښې ټینګار وکړ په دغه هیواد کښې د سولې هرډول موافقه باید د افغانستان د خلکو د برخلیک د حق د ټاکلو تضمینونکي وي .

جواد ظریف د ایران د اورګاډي له پټلۍ سره د افغانستان د اور ګاډي د پټلۍ وصلیدا ته په اشارې سره چې په تیر هجري لمریز کال کښې ترسره شول دغه بدلون د سیمه ییز او د نړیوال اور ګاډي د پټلۍ په رامینځته کولو کښې مهم ګام وباله .

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف له کورونا ویروس سره په مبارزې کښې د افغانستان د ضرورتونو په پوره کولو کښې د ایران اقداماتو ته په اشارې سره د ایران لخوا د دغو اقداماتو په دوام ټینګار وکړ او ټول هیوادونه یې له کورونا ویروس سره مبارزې او جنګ ته د ملګرتیا لپاره وروبلل .

جواد ظریف دغه راز د قانوني حکومت په جوړولو او په تیره بیا د اساسي قانون په تدوینیدا کښې د افغانستان د خلکو ارزښمنو بریاو ته په اشارې سره د سولې د بین الافغاني خبرو اترو د اسانتیا لپاره د سیمې د هیوادونو هڅه ضروري وبلله او له سیمې د ورهاخوا د ځینو خارجي هیوادونو تپل شوي حل لارې چې په داخلي سیاسي هدفونو سره وړاندې کیږي غیر رغنده وګڼلې .

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په پاې کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په افغانستان کښې د دائمي ثبات د ټینګیدا یوازنۍ لاره بین الافغاني خبرې اترې دي د دغو خبرو په اسانتیا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د هڅو په دوام ټینګار وکړ .