د ترکیې کنفرانس دافغان جګړې د ختمولو لپاره غوره فرصت دې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98310-د_ترکیې_کنفرانس_دافغان_جګړې_د_ختمولو_لپاره_غوره_فرصت_دې
د افغانستان ولسي جرګه وایي د ترکیې کنفرانس د افغان جګړې د ختمولو لپاره غوره فرصت دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2021 07:36 Asia/Kabul
  • د ترکیې کنفرانس دافغان جګړې د ختمولو لپاره غوره فرصت دې

د افغانستان ولسي جرګه وایي د ترکیې کنفرانس د افغان جګړې د ختمولو لپاره غوره فرصت دی.

دغه څرګندونې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني نن ددغې جرګې په امتیازي ساعت کې وکړې او زیاته یې کړه چې په نږدې ورځو کې د ترکیې کنفرانس جوړېږي.

ښاغلي رحماني وویل د افغانستان د څلورو لسیزې جګړې د ختمولو لپاره د ترکیې کنفرانس یو غوره فرصت دی او باید ترې استفاده وشي.

نوموړي زیاته کړه، په دې کنفرانس کې باید هغه کسان ګډون وکړي چې په ریښتیني ډول د افغانستان په درد دردمن دي او په خبره یې چې د جګړې د ختمولو لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.

ټاکل شوې د ترکیې کفنرانس په راتلونکي اپرېل میاشت کې د ملګرو ملتونو په شتون کې د طالبانو او افغان حکومت د استازو په حضور کې جوړ شي چې په افغان سولې او اوربند به په کې بحثونه وشي.

تر اوسه نه طالبانو او نه هم افغان حکومت ددغه کنفرانس د اجنډا په هکله معلومات شریک کړي دي، خو افغان چارواکو ویلي چې دغه کنفرانس ته پوره تیاری لري.