دافغانستان د تخار د علماوو شورا مشر ووژل شو
Mar 31, 2021 11:43 Asia/Kabul
د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، د مولوي عبدالصمد محمدي پر موټر نن غرمه مهال په تالقان ښار کې د چسپکي ماین چاودنه شوې ده چې له امله یې نوموړی وژل شوی او درې نور همکار یې ټپیان شوي دي.
د تخار سیمه ییز چارواکي وايي چې ددې ولایت د علماوو شورا رئیس مولوي عبدالصمد محمدي په یوه چاودنه کې ووژل شو.
د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، د مولوي عبدالصمد محمدي پر موټر نن غرمه مهال په تالقان ښار کې د چسپکي ماین چاودنه شوې ده چې له امله یې نوموړی وژل شوی او درې نور همکار یې ټپیان شوي دي.
اسیر ددغه پېښې پړه پر طالبانو اچولې، خو یادې ډلې تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
ټیګونه