د افغانستان کې پوځي چورلکه نسکوره شوي
وسلوالو طالبانو بیګا دخوست ولایت په هوائي ډګر کې میشت دخوست دفاعي ځواک(KPF یا Khost protection forces ) په مرکز په دوهمه شپه هم توغندوي برید کړی
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان په جنوب کې د یوې چورکلې په نسکوریدا کې د پیلوټ پشمول یو شمیر کسان ټپیان شوي دي .
په پیل کې وئيل شوي وو ،چې کومې ډلې ددغې پيښې په باب څه نه دي وئيلي دي ، خو په همداروستیو کې دطالبانو ډلې له خوا په یوې اعلامیې خپرولو سره وئيل شوي دي چې دغه چورلکه دوي بیګا په توغندي ویشتي او نسکوره ئې کړې ده ، په دغې اعلامیې کې وئيل شوي چې دغه چورلکه په کوکي او تامنیان سیمو کې د دوي پر مورچلو د حملې لپاره روانه وه چې ددوي د توغندي ښکار شوه . البته د افغانستان دفاع وزارت دغه ادعا رد کړې او وئيلي ئې دغه چورلکه هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې په بیړني توګه ناسته او چا ته پکې کوم تاوان نه دی رسیدلی .
څه موده مخکې هم دافغانستان هوائي ځواک دیوې چورلکې په نسکوریدا کې نهه کسان وژل شوي وو . دافغانستان په زیاترو سیمو کې غرنئ سیمې ، د موسم شرائط،د طالبانو توغندوي حملې او د الوتکو او چورلکو ورستیدا ، په دغه هیواد کې د الوتکو او چورلکو د نسکوریدا غوره دلیلونه دي .
له افغانستانه په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ،وسلوالو طالبانو بیګا دخوست ولایت په هوائي ډګر کې میشت دخوست دفاعي ځواک(KPF یا Khost protection forces ) په مرکز په دوهمه شپه هم توغندوي برید کړی چې وئيل کیږي ،دغه توغندي له خوست هوائي ډګر سره نزدې په هستوګنو سیمو لګیدلي اوله امله ئې یو شمیر کسان ټپیان شوي هم دي . وړمه شپه هم وسلوالو طالبانو دخوست ولایت له مخکیني هوائي ډګرسره نزدې د امریکائي او افغان عسکروپه یوه ګډپوځي مرکزتوغندوي برید کړیؤ.
په خوست کې میشت خوست دفاعي ځواک یا KPF یا Khost protection forces د امریکا د سي آئي اې ترملاتړلاندې کارکوي .