په غورولایت کې اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي
د غور ولایتی شورا د مرستیال په وینا، ددغو کسانو په تسلیمیدا سره دتیوره سیمې زیاتره برخه او کابو دوه زره کورونه د طالبانو په کنټرول کې ورغلي دي .
زمونږخبریال د صدای افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان په غور ولایت کې دولسی پاڅون یو شمیر کسان چې په یوه امنیتی مرکز کې ئې فعالیت کاوۀ له خپلو وسلو او تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي .
د غور ولایتي شورا مرستیال محمد مهدوي وئيلي دي ، دغه ځواکونه د غور ولایت د تیوره ولسوالۍ په جنوب لویدیځي سیمې شاوخوا کې په ونه مشهورې سیمې کې له طالبانو سره یو ځاي شوي دي .
په عین حال کې طالبانو ډلې هم دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئيلي دي ،دغه پاڅون کونکي کسان څه دپاسه دیرش کسان دي چې له خپلو تجهیزاتو سره دوي ته تسلیم شوي دي.د غور ولایتی شورا د مرستیال په وینا، ددغو کسانو په تسلیمیدا سره دتیوره سیمې زیاتره برخه او کابو دوه زره کورونه د طالبانو په کنټرول کې ورغلي دي .