افغان ولس دې په افغانستان کې د ولسی نظام ملاتړ وکړي
له دې مخکې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني دسولې په خبرواترو کې د ټولشموله حکومت په نامې سره د امریکا دپلان وړاندې کول ، د هغه له موافقې او په دې اړه د افغان ولس له نظر سره مشروط بللي وو .
زمونږخبریال دشفقنا خبری اژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان د و حزب وحدت ګوند مشر او د افغان ولسمشر مرستیال محمد محقق د فیډرلی نظام په ردولو سره پر ولس غږ کړی ، په دغه هیواد کې دې د جمهوری نظام ملاتړ وکړ ي.
محمد محقق هرات ولایت ته په سفر کې ددغه ولایت له عالمانو اوسپين روبو سره په کتنې کې په افغانستان کې له اوسني جمهوری نظام څخه په ملاتړ باندې په ټينګار سره وئيلي دي ، غوره ده چې طالبانوډله د افغانستان له حکومت سره روغه جوړه وکړي .
داپه داسې حال کې دي ، چې له دې مخکې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني دسولې په خبرواترو کې د ټولشموله حکومت په نامې سره د امریکا دپلان وړاندې کول ، د هغه له موافقې او په دې اړه د افغان ولس له نظر سره مشروط بللي وو .
په عین حال کې د ترکیې په استانبول کې دسولې دخبرواترو دبیرته پیلیدا لپاره د سلامشورو په دوام سره ، د افغانستان حکومتي ځواک اوطالبانو دیوه بل په ضد حملې او تاؤتریخوالي زیات کړي دي .