طالبانو يو عامه افغان وګړے اعدام کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98412-طالبانو_يو_عامه_افغان_وګړے_اعدام_کړ
د فارياب ولايت امنيتي چارواکي وائي چې طالبانو له فارياب سره نزدې يو عامه افغان وګړے د امنيتي ځواکونو په ليکو کښې د غړيتوب په ګمان چلماري کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2021 07:16 Asia/Kabul
  • طالبانو يو عامه افغان وګړے اعدام کړ

د فارياب ولايت امنيتي چارواکي وائي چې طالبانو له فارياب سره نزدې يو عامه افغان وګړے د امنيتي ځواکونو په ليکو کښې د غړيتوب په ګمان چلماري کړ.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د فارياب د پوليسو وياند عبدالکريم يورش وويل، عبدالکبير نومې افغان ښاريز  چې د موټرو د اخېستلو او خرڅولو کاروبار يې کوۀ هغه وخت چې له مزار شريف نه د فارياب لوري ته د تګ په حال کښې ؤ طالب ځواکوو د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په باغ شرف بېګ سېمه کښې له موټره راکوز کړ او بيا يې چلماري کړ.

د يورش د وېنا له مخې عبدالکريم عامه افغان وګړے ؤ خو رسمي څېره يې لرله نو طالبانو په دې ګمان چې امنيتي افسر دے چلماري او ووژۀ.