حکومت له وخته مخکښې د انتخاباتو ترسره کولو ته تیار دی
د افغانستان د ملي امنیت صلاحکار له وخته مخکښې د ولسمشریزو انتخاباتو ترسره کولو ته چمتووالی اعلان کړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت صلاحکار له وخته مخکښې د ولسمشریزو انتخاباتو ترسره کولو ته چمتووالی اعلان کړی دی.
حمد ا... محب د افغانستان د امنیتي برخې له چارواکو سره په ګډه ناسته کښې د دې خبر په اعلانولو سره وویل: د یادو ټاکنو د ترسره کیدو په بڼه کښې به ولسمشر اشرف غني یوځل بیا ځان کاندید نه کړي.
محب هم داشان وویل چې د ترکیې د غونډې د ایجنډا او په کښې د ګډونوالو کسانو په هکله تراوسه موافقه نه ده شوې
هغه ټینګا روکړ چې خلک لنډمهاله او موقته حکومت نه غواړي.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا صلاحکار هم داشان څرګنده کړه: په طالبانو کښې هیڅ بدلون نه دی راغلې او هغوي اوس هم په زوره د حکومت د تروړلو په تکل کښې دي.