د افغانستان دفاع وزارت: په کندهار کې ۷۵ طالبان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98460-د_افغانستان_دفاع_وزارت_په_کندهار_کې_۷۵_طالبان_وژل_شوي
د افغانستان دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، هوایي ځواکونو د کندهار ولایت په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي بریدونه وکړل چې درنه مرګ ژوبله یې ورته واړوله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2021 09:30 Asia/Kabul
  • د افغانستان دفاع وزارت: په کندهار کې ۷۵ طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، هوایي ځواکونو د کندهار ولایت په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي بریدونه وکړل چې درنه مرګ ژوبله یې ورته واړوله.

دافغانستان دفاع وزارت وایي، هوایي ځواکونو د کندهار ولایت ارغنداب او ژیړۍ ولسوالۍ کې پر طالبانو بریدونه کړي چې په پایله کې یې د ۵ ځانمرګو په ګډون ۷۵ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان  دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، هوایي ځواکونو د کندهار ولایت په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي بریدونه وکړل چې درنه مرګ ژوبله یې ورته واړوله.

نوموړي لیکلي، په دې بریدونو کې د ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۷۵ طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړې، یاد طالبان داسې مهال ووژل شول چې هوایي ځواکونو د دوی پټنځایونه په نښه کړل.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او طالبانو کابو څلور میاشتې د سولې اړوند خبرې په یوه ځای کې وکړې خو کومې پایلې ته ونه رسېدل او په دې موده کې په هېواد کې جګړه نوره هم زیاته شوه.

بلخوا ټاکل شوې چې روانه میاشت په ترکیه کې د افغان سولې به باب غونډه راوبلل شي او ویل کېږي دغه ناسته به د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې وي.

خو لا هم د یادې غونډې کره تاریخ نه دی معلوم خو ځینو سیاسي مشرانو او خبریالانو یادې غونډې ته ځانونه رسولي دي.