له طالبانو سره په درو مرحلو کې خبرې کیدلی شي
له دې مخکې امریکائي حکومت ، په افغانستان کې د طالبانو ډلې داستازو په شتون سره دټولشموله حکومت دجوړولو وړاندیز کړی ؤ چې د اشرف غني له مخالفت سره مخامخ شوی .
مهر خبری اژانس راپور ورکړی ، دافغانستان ولسمشر اشرف غني به دترکیې په استانبول کې د افغانستان د سولې دخبرواترو په راتلونکي غونډې کې ددغه هیواد دسولې د لارې نقشې : په توګه درې مرحله ای پلان وړاندیز کړي .
د دغه پلان په اساس ، اشرف غني په لومړۍ مرحلې کې هڅه کوي ،څو په دغه هیواد کې له وارمخکې انتخاباتو وړاندې له طالبانو ډلې سره دجنګ دختمیدا په باب موافقه وکړي آو دایمي اوربند ټينګ شي .
د اشرف غني په دوهمې مرحلې کې به د ولسمشرۍ دانتخاباتو ترسره کیدا او دسولې د حکومت ټينګیدا او هم د افغانستان د نوي سیاسی نظام په لور دحرکت دترتیباتو اجرا وي . د افغانستان د اساسی قاون د چوکاټ انځورول ، د کډوالو بیرته ستنیدا او د افغانستان دپراختیا پلان هم د دریم فیز په توګه او د اشرف غني وړاندیزي وروستی فاز په نظر کې نیول شوی دی .
ټاکل شوې ده ، دافغانستان د سولې غونډه دترکیې په کوربتوب او دملګرو ملتو په ګډون سره په روانې میاشتې کې د ترکیې په استانبول کې جوړه شي . د افغانستان حکومت او ددغه هیواد یو شمیر سیاستوالانو ټينګار ک ړی ، چې د استانبول غونډې کې له ګډون مخکې باید له طالبانو ډلې سره د ایجنډا په باب موافقه وشي .
له دې مخکې امریکائي حکومت ، په افغانستان کې د طالبانو ډلې داستازو په شتون سره دټولشموله حکومت دجوړولو وړاندیز کړی ؤ چې د اشرف غني له مخالفت سره مخامخ شوی .