خارجه وزیر اشرف غني ته خپله استعفی وړاندې کړې
د افغانستان خارجه وزیر حنیف اتمر له اشرف غني سره په خپلې کتنې کې دخارجه وزارت په چارو کې د ولسمشرۍ د چارو د ادارې دمشر فضل محمود فضلي او د ملی امنیت د سلاکار حمد ا... محب د لاسوهنو په باب اعتراض کړی دی .
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ د افغانستان خارجه وزیر دخارجه وزارت په چارو کې د ملی امنیت د شورا دسلاکار او دولسمشرۍ په چارو کې د ادارې مشر په لاسوهنو پسې ، ددغه هیواد ولسمشر ته خپله استعفی لیږلې ده .
د افغانستان د ولسمشرۍ په ارګ کې خبرو سرچینو نن رسندویو ته وئيلي دي ، محمد حنیف اتمر دخپلې استعفی غوښتنه ، اشرف غني ته سپارلې ده ، خو دخبر تر مخابیره کیدا پورې اشرف غني دغه غوښتنه نه ده منلې .
ددغه راپور په اساس ، د افغانستان خارجه وزیر حنیف اتمر له اشرف غني سره په خپلې کتنې کې دخارجه وزارت په چارو کې د ولسمشرۍ د چارو د ادارې دمشر فضل محمود فضلي او د ملی امنیت د سلاکار حمد ا... محب د لاسوهنو په باب اعتراض کړی دی .
اشرف غني ددغو اعتراضونو په ځواب کې وئيلي دي ، فضلي او محب په دې باب له هغه سره غږمله دی او که اتمر له دغه وضعیّت سره ځان غږمله نشي کولی ،نو استعفی دې ورکړي .