د طالبانو په حملې کې ۳۰افغان عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتي
دغه حملې اواخ وډب په داسې حال کې په زیاتیدا دی چې د قطر په دوحې کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ دسولې په موافقې او دغه راز دبین الافغاني خبرواترو پسې افغان ولس د سولې او روغې جوړې له دغه شان خبرواترو نهیلی شوی او بیا هم ټاکل شوې ده چې دترکیې په استانبول کې د بین الافغاني خبرواترو په دوام کې یوه بله غونډه هم جوړه شي .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان امنیتی سرچینو دمرګ ژوبلو دقیقو احصایو ته له اشارې پرته وئیلي دي ، طالبانو د هملند ولایت په نهرسراج او ناوې ولسوالیو کې ددغه هیواد د پوځیانو پر پستو بریدونه کړي او دغه مرګ ژوبله ئې اړولې ده .
دافغانستان هلمند ولایت یو ناکراره ولایت دی چې په زیاترو سیمو کې وسلوال طالبان پراخ فعالیتونه کوي .