د طالبانو په حمله کښې ۱۳ افغان عسکر وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98540-د_طالبانو_په_حمله_کښې_۱۳_افغان_عسکر_وژل_شوي_دي
د افغانستان په سویل کښې پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د حملې له امله ۱۳ کسان مړه شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2021 02:13 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان په سویل کښې پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د حملې له امله ۱۳ کسان مړه شوي دي.

د افغانستان په سویل کښې پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د حملې له امله ۱۳ کسان مړه شوي دي.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې طالبانو پرون د سویلي ولایت هلمند د ناوې ولسوالۍ د پوسټې په خوا کښې یو زغرګاډی وچاودوه چې له امله یې دوه افغان پوځیان مړه او اته تنه نور زخمي شول.

په عین حال کښې طالبانو د هم دغه ولایت د نهرِ سراج ولسوالۍ په وزیر مانده سیمه کښې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوسټې حمله وکړه چې له امله یې ۱۱ عسکر مړه او ۱۳ نور زخمي شول.

طالب وسله والو له دې مخکښې هم د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کښې د افغان ځواکونو په یو کاروان حمله کړې وه چې لږترلږه ۳ تنه په کښې مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي وو.