افغان ولسمشر غني د سولې د لارې نقشه تشرېح کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98572-افغان_ولسمشر_غني_د_سولې_د_لارې_نقشه_تشرېح_کړه
له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي و چې ولسمشر اشرف غني یوه درې پړاویزه طرحه چې سیاسي ثبات، د سولې حکومت رامنځته کول او وروستۍ هوکړې ته د رسېدو په هکله مشوره ورکول په کې شامل دي، چمتو کړې او د ملي روغې جوړې عالي شورا ته یې سپارلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2021 01:13 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشر غني د سولې د لارې نقشه تشرېح کړه

له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي و چې ولسمشر اشرف غني یوه درې پړاویزه طرحه چې سیاسي ثبات، د سولې حکومت رامنځته کول او وروستۍ هوکړې ته د رسېدو په هکله مشوره ورکول په کې شامل دي، چمتو کړې او د ملي روغې جوړې عالي شورا ته یې سپارلې ده.

د افغانستان حکومت ته د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد د طرحې له وړاندې کېدو وروسته محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سولې د لارې نقشه تشرېح کړه.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اشرف غني په چهارچنار ماڼۍ کې د سولې د لارې نقشې چارچوب تشریح کړ، بشپړه ویډیو به یې سبا شپه ۸:۰۰ بجې له ملي ټلویزیون او د ارګ له ټولنیزو شبکو خپره شي.»

په خبرپاڼه کې تر دې نور ډېر جزیات نن نه دي ورکړل شوي.

له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي و چې ولسمشر اشرف غني یوه درې پړاویزه طرحه چې سیاسي ثبات، د سولې حکومت رامنځته کول او وروستۍ هوکړې ته د رسېدو په هکله مشوره ورکول په کې شامل دي، چمتو کړې او د ملي روغې جوړې عالي شورا ته یې سپارلې ده.

د معلوماتو پر اساس د سیاسي ثبات رامنځته کولو تر نوم لاندې د دغې طرحې لومړۍ برخه کې د وروستۍ بریا پر سر جوړجاړی، پر اوربند او د نړیوال نظارت پر سر هوکړه، د سولې دولت پر اصولو هوکړه، د نړیوال او سیمه‌ ییز ضمانت ترلاسه کول او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د یوه چوکاټ په هکله پلټنه او د لویې جرګې له خوا یې تاییدول، شاملېږي.

د دغې طرحې په دریمه برخه کې د وروستۍ بریا لپاره د نقشې لار له طریقه د سولې ټینګښت په هکله بحث شوی، چې د اساسي قانون څرنګوالی، سیاسي جوړښت، عادي ژوند ته د کډوالو او بې ‌ځایه شویو بیرته راستنېدل، د امنیت او دولت رامنځ ته کول او همدارنګه د پرمختیا لومړیتوبونه شاملیږي.