ښکېل لوري دې تاوتریخوالي پریږدي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98736-ښکېل_لوري_دې_تاوتریخوالي_پریږدي
په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیشن یو ځل بیا هېواد کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 11, 2021 00:12 Asia/Kabul
  • ښکېل لوري دې تاوتریخوالي پریږدي

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیشن یو ځل بیا هېواد کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده.

دغې کمیسون نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی او دوی یې اندېښمن کړي دي.

اعلامیه کې راغلي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د جګړو لمن یو ځل بیا پراخه شوې او له امله د دواړو لوریو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه کمیشن ویلي چې ښکېل اړخونه دې د هېوادوالو غوښتنې ته په درناوي د تلپاتې او عادلانه سولې ټینګښت لپاره تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېروالي ته د بشري حقونو خپلواک کمیشن غبرګون داسې مهال دی چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو تر څار لاندې یوه مهمه غونډه جوړه شي.

که څه هم د ترکیې د ناستې په اړه کره نېټه نه ده اعلان شوې خو یو شمېر سرچینې وایي چې ښایي دا ناسته د روانې حمل میاشتې په ۲۷ مه نېټه جوړه شي.

په دغه غونډه کې به د افغان حکومت، طالبانو سربیره د سیمې او نړۍ د هیوادونو استازي ګډون وکړي.

تمه کیږي د دې غونډې په پایله کې د جګړې ښکیل لوري یو جوړجاړي ته ورسیږي او پر مټ یې په هیواد کې روان کړکیچ پای ته ورسېږي.