د امریکائي عسکرو د ویستونکي فیصلې درناوی کوو
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د ټاټوبي له نیواک راهسې د امریکائي پوځيانو پرشتون په افغانستان کې مختلف غبرګونونه راپورته شوي دي او اوس هم له دغه هیواده د شاتګ په باب غبرګونونه ښودل شوي دي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، د افغانستان و لسمشر اشرف غني له خپل امریکائي همڅنګ جوزف بایډن سره په ټيلیفوني تماس کې له افغانستانه دامریکائي پوځیانو دشاتګ په باب خبرې کړي دي .
اشرف غني پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، د ستمبر تر لومړیو پورې له افغانستانه دامریکائي پوځيانو د ویستلو د فیصلې درناوی کوي او په آرامښت سره د بیرته ستنیدا لپاره به ورسره بشپړ ملګرتیاوکړي .
د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون ناوخته وئيلی دي ،دستمبر تر لومړیو پورې به له افغانستانه درست پوځيان بیرته وګرځوي .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د ټاټوبي له نیواک راهسې د امریکائي پوځيانو پرشتون په افغانستان کې مختلف غبرګونونه راپورته شوي دي او اوس هم له دغه هیواده د شاتګ په باب غبرګونونه ښودل شوي دي .
د طالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد خبرداری ورکړ ی ، چې د دوحې د موافقې په اساس به له افغانستانه دامریکائي پوځيانو د وتلو بهیر په مئ کې پيل شي او موخه ئې دا ده چې دستمبر تر یولسمې نیټې پورې له درست افغانستانه د امریکا ټول پوځيان پښې سپکې کړي . او که په ټاکل شوي وخت له دغه هیواده امریکائي پوځیان ونه وځي نو ترینګلتیاوې به لازیاتې شي او هغه کسان چې موافقه ئې رعایت کړې نه ده ، ددغو ترینګلتیاؤ مسئول به وي .