د افغانستان بحران حل لاره د سولې په لور حرکت کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98928-د_افغانستان_بحران_حل_لاره_د_سولې_په_لور_حرکت_کوي
که  طالبان فکر کوي  د بهرنیو  عسکرو په وتلو سره  د جنګ او تاؤتریخوالي په زیاتولو سره  خپلو موخو ته رسیدلی شي ،نو سخت تیر وتلي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2021 00:13 Asia/Kabul
  • د افغانستان بحران حل لاره د سولې په لور حرکت کوي

که  طالبان فکر کوي  د بهرنیو  عسکرو په وتلو سره  د جنګ او تاؤتریخوالي په زیاتولو سره  خپلو موخو ته رسیدلی شي ،نو سخت تیر وتلي دي .

  زمونږخبریال  د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان  دملی مصالحې دلوړې شورا مشر عبدا...عبدا....  په دغه هیواد  کې  د اوسنیو شخړو یوازینۍ حل لاره ، د هراړخیزې سولې  په لور او د افغان ولس لپاره  د منلو وړ یو حرکت بللی دی .

 عبدا... عبدا....  بیګا   په کابل کې د ملی مصالحې د شورا  دګډو کمیشنونو په ناستې کې پخپلې وینا کې وئيلي دي ، طالبان باید دا فکر ونه کړي ، چې  دبهرنیو عسکرو په وتلو سره  به  شرایط  په افغانستان کې د دغې ډلې دبدماشیو او اړۍ ګړۍ جوړولو لپاره  برابرشي .

  هغه د ستمبر تر یولسمې نیټې پورې  له افغانستانه د  امریکائي عسکرو د ویستلو په باب دامریکائي  چارواکو دبیګاني دریځ په غبرګون کې  وئيلي دي ، که  طالبان فکر کوي  د بهرنیو  عسکرو په وتلو سره  د جنګ او تاؤتریخوالي په زیاتولو سره  خپلو موخو ته رسیدلی شي ،نو سخت تیر وتلي دي .

 د عبدا....    دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي ، چې  طالبانو ډلې  تر راتلونکو لسو ورځو پورې د استانبول د غونډې  دترسره کولو په باب د  ترکیې د خارجه وزارت  د اعلامیې څو ساعته وروسته اعلان کړی ، له افغانستانه دبهرنیو عسکرو تر وتلو پورې  په هرې هغې غونډې کې چې  د افغانستان  پّ باب پکې فیصله کیږي ، ګډون ونه کړي .