د افغانستان بحران حل لاره د سولې په لور حرکت کوي
که طالبان فکر کوي د بهرنیو عسکرو په وتلو سره د جنګ او تاؤتریخوالي په زیاتولو سره خپلو موخو ته رسیدلی شي ،نو سخت تیر وتلي دي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان دملی مصالحې دلوړې شورا مشر عبدا...عبدا.... په دغه هیواد کې د اوسنیو شخړو یوازینۍ حل لاره ، د هراړخیزې سولې په لور او د افغان ولس لپاره د منلو وړ یو حرکت بللی دی .
عبدا... عبدا.... بیګا په کابل کې د ملی مصالحې د شورا دګډو کمیشنونو په ناستې کې پخپلې وینا کې وئيلي دي ، طالبان باید دا فکر ونه کړي ، چې دبهرنیو عسکرو په وتلو سره به شرایط په افغانستان کې د دغې ډلې دبدماشیو او اړۍ ګړۍ جوړولو لپاره برابرشي .
هغه د ستمبر تر یولسمې نیټې پورې له افغانستانه د امریکائي عسکرو د ویستلو په باب دامریکائي چارواکو دبیګاني دریځ په غبرګون کې وئيلي دي ، که طالبان فکر کوي د بهرنیو عسکرو په وتلو سره د جنګ او تاؤتریخوالي په زیاتولو سره خپلو موخو ته رسیدلی شي ،نو سخت تیر وتلي دي .
د عبدا.... دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي ، چې طالبانو ډلې تر راتلونکو لسو ورځو پورې د استانبول د غونډې دترسره کولو په باب د ترکیې د خارجه وزارت د اعلامیې څو ساعته وروسته اعلان کړی ، له افغانستانه دبهرنیو عسکرو تر وتلو پورې په هرې هغې غونډې کې چې د افغانستان پّ باب پکې فیصله کیږي ، ګډون ونه کړي .