په ننګرهار کښې د داعش ډلې د رسنيو یو غړے ونيول شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99004-په_ننګرهار_کښې_د_داعش_ډلې_د_رسنيو_یو_غړے_ونيول_شو
د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د داعش ترهه ګرې ډلې د رسنیو يو غړے نيولے دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2021 11:38 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کښې د داعش ډلې د رسنيو یو غړے ونيول شو

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د داعش ترهه ګرې ډلې د رسنیو يو غړے نيولے دے.

د ملي امنیت اړوند ۰۲ قطعې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کښې راغلي چې، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د بهسود ولسوالۍ خوشګمبد سیمه کې د شپې خاص عملیات ترسره کړي چې پکې يې د داعش تکفيري ډلې د رسنیو غړی جلال چې په انتظار مشهور دے ونيوۀ.

خبر پاڼه زیاتوي نیول شوی کس د ۲۰۲۱ میلادي کال اپریل میاشت څخه راپدېخوا د جلال اباد ښار او چپرهار ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې فعال غړے و او په ځانګړي ډول یې د رسنیو په برخه کې د حکومت په خلاف فعالیتونه تر سره کول.

داعش تکفيري ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.