په غزني کې ۲۲وسلوال طالبان وژل شوي
د پسرلي په پیلیدا سره د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د افغان امنیتی مامورانو او طالبانو ترمینځ سختې نښتې روانې دي .
زمونږخبریال راپور راکړی ، د افغانستان د پوځ د قوماندان دفتر نن د یوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلي دي ، غزني ولایت کې د افغان پوځ په هوائي حملې کې دوویشت وسلوال طالبان وژل شوي او دغه راز یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .
دغه عملیات په داسې حالاتو کې کیږي ، چې د پسرلي په پیلیدا سره د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د افغان امنیتی مامورانو او طالبانو ترمینځ سختې نښتې روانې دي .
د ستمبر تر یولسمې نیټې پورې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو له وتلو سره په یووخت دافغانستان پوځي او سیاسي مشرانو وئيلي دي ، ملی اردو او امنیتی ځواک اووسلوالو طالبانو ترمینځ نښتې په اوڅاره توګه زیاتې شوي او داسې کومه ورځ نشته چې د یوشمیر کسانو وینه ونه بهیږي .