له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو لپاره بشپړ چمتو یوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99110-له_افغانستانه_د_بهرنیو_عسکرو_د_وتلو_لپاره_بشپړ_چمتو_یوو
هغه کسان چې  د جمهوریّت په لیکه کې نه دي ، له دې وروسته  په حکومت کې د دوي لپاره هیڅ ځاي نشته . هغه وئيلی ،  ملی حاکمیّت ، جمهوریت ، ولسواکي  او  آباد ، خپلواکه او  آزاد افغانستان  د حکومت  کړن لاره ده او که طالبان   پّ دغه چوکاټ کې سوله غواړي ،نو دجمهوریت غیږه ورته خلاصه ده . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2021 00:49 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو لپاره بشپړ چمتو یوو

هغه کسان چې  د جمهوریّت په لیکه کې نه دي ، له دې وروسته  په حکومت کې د دوي لپاره هیڅ ځاي نشته . هغه وئيلی ،  ملی حاکمیّت ، جمهوریت ، ولسواکي  او  آباد ، خپلواکه او  آزاد افغانستان  د حکومت  کړن لاره ده او که طالبان   پّ دغه چوکاټ کې سوله غواړي ،نو دجمهوریت غیږه ورته خلاصه ده . 

فارس خبری آژانس راپور ورکړی ، دافغانستان ولسمشر اشرف غني  پرون  په کابل کې په یوه سیمنانر کې  پخپلې وینا کې ټينګار کړی ،  د بهرنیو عسکرو د وتلو  په اعلان سره ،  د افغانستان په اوسمهاله  تاریخ کې د لومړي ځل لپاره   د هیواد د اداره کولو او پرمختګ لپاره  یو  مهم او تاریخي فرصت برابر شوی دی .

 د اشرف غني په وینا ،  له کلونو راهسې تر دې دمه  دهغې ورځې لپاره چې  له دغه هیواده بهرني عسکر ووځي ، ، پلانونه  شوي او  د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته ، حکومت هراړخیز پروګرام او  لري .

 د افغانستان ولسمشر  د جمهوریت  مقابل لوری  د افغانستان د ملت د دښمنانو صف بللی  او وئیلي ئې دي ، هغه کسان چې  د جمهوریّت په لیکه کې نه دي ، له دې وروسته  په حکومت کې د دوي لپاره هیڅ ځاي نشته . هغه وئيلی ،  ملی حاکمیّت ، جمهوریت ، ولسواکي  او  آباد ، خپلواکه او  آزاد افغانستان  د حکومت  کړن لاره ده او که طالبان   پّ دغه چوکاټ کې سوله غواړي ،نو دجمهوریت غیږه ورته خلاصه ده .  اشرف غني   د طالبانو دجنګ  درواوالي تر پوښتنې لاندې بللو سره وئیلي دي ، دغه جنګ  د اسلامی نړۍ دعالمانو د اجماع له نظره هم ناروا او  دافغانستان  د  ملت په  تاوان دی .

  اشرف غني همداراز  دسیمې له هیوادونو سره  په اړیکو بیا کتنې ته په اشارې سره  وئیلي دي ،تمه ده  پاکستان  دیوه ګاونډي او دوست هیواد په توګه دمونږ ترڅنګ  ودریږي . د دوستۍ او دښمنۍ  ټاکل اوس د پاکستان په لاس کې دي  او  که  د افغانستان سره دوستۍ ته تیار وي ، نو  دغه  هیواد ورته حاضر دی ، دسیمه ایزو او  نړیوالو  ملګرتیاؤ په زیاتولو سره   له دغه هیواد سره هم ملګرتیاوکړي . د افغانستان  ولسمشر په دغو دستورو کې   د افغانستان  د ملی امنیت  ادارې او پولیسو  شپاړسو قوماندانانو اوپرسنلو ته  د شجاعت میډالونه هم ډالۍ کړل .