په غزني کې په چاودنې کې په لسګونو طالبان وژل شوي دي
دغه نښتې او اخ وډب په داسې حال کې دوام لري ، چې دواړه لوري د ترکیې په استانبول کې د سولې د نوو خبرواترو لپاهر ځانونه تیاروي چې البته ځیني سرچینې ددغو خبرواترو د ځنډیدا خبر هم ورکوي .
زمونږ خبریال د صداي افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان د غزني د والي ویندوي وحید ا... جمعه زاده پرون ناوخته وئيلي دي ، د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې پرون مازدیګر د طالبانو دمهماتو په انبار کې په چاودنې کې په لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي .
په پيل کې د وژل شوو کسانو شمیر اوه تنه ښودل شوی خو وروستي راپورونه ښئ مرګ ژوبلې له دې ډيرې زیاتې دي .
د افغانستان دفاع وزارت له دې مخکې هم په قره باغ کې د طالبانو د ۲۳ وګړو و ژلې خبر ورکړی ؤ . په مقابل کې طالبانو ادعا کړې ، چې دامنیتی ځواک مرګ ژوبلې زیاتې دي . دغه نښتې او اخ وډب په داسې حال کې دوام لري ، چې دواړه لوري د ترکیې په استانبول کې د سولې د نوو خبرواترو لپاهر ځانونه تیاروي چې البته ځیني سرچینې ددغو خبرواترو د ځنډیدا خبر هم ورکوي .