په لغمان ولایت کې په جومات برید کې د ۴کسانووینه توي شوه
تیره اونۍ دننګرهار ولایت مرکز جلال اباد دنهمې ناحیی اړوند سراچه علي خان سیمه کې هم په جومات کې پر لمونځ کوونکو وسله وال برید کې دیوې کورنۍ اته تنه وژل شوي او د ملا امام په ګډون څلور تنه نور ژوبل شوي وو.
زمونږخبریال له ننګرهاره رآپور راکړی ، دافغانستان د لغمان دوالي ویاند اسدا... دولتزی وایي بیګا څو مخ پټو وسله والو دلغمان ولایت مرکز مهترلام ښار اړوند د علي خیلو په سیمه کې په یو جومات کې د تراویح لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو ډزې کړي چې پکې د نوموړي پر وینا دیو قومي مشر لعل اغا په ګډون دوه تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل شوي دي .
د والي ویاند وویل ټپیان د درملني په موخه د مهترلام مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي . دوالي ویاند وویل دلغمان والي رحمت الله یارمل روغتون کې دپیښې له ټپیانونه د لیدنې پرمهال کشفي او امنیتي ادارو ته جدي سپارښتنه کړې چې د پیښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري. تر اوسه کوم شخص او وسله والې ډلې ددې پیښې پړه پر غاړه نده اخیستې.تیره اونۍ دننګرهار ولایت مرکز جلال اباد دنهمې ناحیی اړوند سراچه علي خان سیمه کې هم په جومات کې پر لمونځ کوونکو وسله وال برید کې دیوې کورنۍ اته تنه وژل شوي او د ملا امام په ګډون څلور تنه نور ژوبل شوي وو.
بل پلو د ننګرهار ولایتي ادارې د داعش ډلې د اتو غړو دنیول کیدوخبر ورکړ . د ننګرهار دوالي ویاند عطا الله خوګیاڼی وایي د پولیسو ځانګړي ځواک په هغه عملیاتوکې چې د جلا ل اباد ښار په اتمه ناحیه کې تر سره کړي اته تنه په داعش ډله کې د غړیتوب په تور نیولي دي . دوالی ویاند وویل له نیول شویو کسانو دوه میله تومانچې او څو موبایل تلیفونونه تر لاسه شوي چې نیول شوي کسان دا مهال تر توقیف او پوښتنو ګرویګنو لاندې دي.
همداراز په یوه بل راپور کې وئيل شوي دي ، دهرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې ځاي مسئولانو وئيلی دي ، دطالبانو او امنیتی مامورانو ترمینځ په پرونیو نښتو کې دولس وسلوال طالبان وژل شوي چې د ملا کامل په نامه د دغې ډلې یو مهم کمانډر هم پکې ترسترګو کیږي .شاهدان وائي دغه ولسوالۍ د طالبانو منګولو ته لویدلې ده او یوازې د د پولیسو قومانداني او د ولسوالۍ د مرکز ودانۍ د حکومتي ځواک په اختیار کې ده