په غزني ولایت کې شلو طالبانو مرګ ژوبله اوښتې
د یوبل خبر له مخې نن سهار (۸:۳۰) دقیقې د غزنی ولایت مرکز اړوند د (دریمې) امنیتي حوزې اړوند د ( شالیز) په سیمه کې د ملکي کسانو پر موټر دسړک غاړې ماین چاودلی چې (۶) تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
زمونږخبریال له غزني راپور راکړی ، د افغانستان د غزني ولایت سیمه ایز چارواکي په دې ولایت کې په تیرو څلورویشتو ساعتونه کې د (۲۰) وسله والو مخالفانو او ملکي کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
دغزني ولایت دوالي ویاند واحدا... جمعه زاده تهران راډیو ته نن سهار وئیلي دي ،بیګا وسله والو مخالفینو غوښتل دغزني مرکز اړوند د (سفندې) په سیمه کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو ډله ایز بریدونه وکړي چې په وینا یې یاد بریدونه د هواي او ځمکني ځواکونو له لورې په شا تمبول شوي او د سرې قطعې د یوه قومندان په ګډون (۱۴) وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
وسله والو طالبانو د خبر تر مخابیره کیدا پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوبل خبر له مخې نن سهار (۸:۳۰) دقیقې د غزنی ولایت مرکز اړوند د (دریمې) امنیتي حوزې اړوند د ( شالیز) په سیمه کې د ملکي کسانو پر موټر دسړک غاړې ماین چاودلی چې (۶) تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
باید وویل شي چې په غزنې کې په دې وروستیو کې جګړو زور اخیستی . شاوخوا څلور ورځې وړاندې دیاد ولایت د (ده یک ) ولسوالۍ دوه تنه امنیه قومندانان، یو یې ساتنمن جاوید پنجشیري له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو. او ورپسې درحمت الله تازه ګمارل شوي امنیه قومندان هاموې ټانګ د جاوید پنجشیري دمړینې مراسمو په لړ کې پرماین برابرشو او له یو ساتونکي سره ووژل شو.