د پاکستان ځانګړی استاز کابل ته رسیدلی دی
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق دواړو هیوادونو ته د اړونده مسائیلو ، د امنیتي حالت او د سولې د بهیر په هکله د سلامشورې لپاره نن کابل ته ورسید .
دا د امنیتي دلایلو په خاطر د پاکستان د پارلمان دمشر اسد قیصر په مشرۍ د پارلیماني پلاوي د سفر له لغو کیدا وروسته کابل ته د پاکستان د یوه (۱) چارواکي لومړنی سفر دی .
دوه (۲) اونۍ مخکې ټاکل شوي وه چې د پاکستان د پارلمان یو(۱) پلاوی کابل ته ورشي خو د هغوې الوتکې د امنیتي دلایلو په خاطر د کابل په هوايي ډګر کښې د کیناستلو اجازه ترلاسه نکړه .
دغه کتنه په داسې حال کښې ده چې د افغانستان په هکله د ترکیې د سولې غونډه له دوه (۲) ځله ځنډیدا وروسته ټاکل شوي ده له روژې میاشتې وروسته وشي خو طالبانو تراوسه په دغه غونډې کښې د ګډون لپاره ګروهنه نه ده ښودلي .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني څه موده مخکې ټینګار کړی و پاکستان باید د ګټونکي یا د بایلونکي سیاست انتخاب کړي او زمونږ راتلونکی له پاکستان سره اړونده دی که چیرې پاکستان د دوستۍ لاس راکړي نو د افغانستان له لارې به مرکزي اسیا هیوادونو ته لاسرسی ولري .
اشرف غني خبرداری ورکړی و چې پاکستان د افغانستان پرضد نه اعلان شوی جنګ پاې ته ورسوي .