افغانستان او پاکستان د ترهګرۍ خلاف ملګرتیا زیاتوي
د افغانستان او پاکستان چارواکو د سیمه ایز تجارت د پراختیا لپاره د دواړو هیوادونو په ګډو پولو کښې د امنیت اهمیت ته په پام سره ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ د سپیرې ښکارندې خلاف خپل ګډ اقدامات زیات کړي.
د افغانستان او پاکستان چارواکو د سیمه ایز تجارت د پراختیا لپاره د دواړو هیوادونو په ګډو پولو کښې د امنیت اهمیت ته په پام سره ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ د سپیرې ښکارندې خلاف خپل ګډ اقدامات زیات کړي.
د افغانستان په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي استازي محمد صادق چې پرون په رسمي سفر کابل ته تلی دی، د افغاسنتان له حکومتي چارواکو سره یې ملاقاتونه او د مختلفو موضوعاتو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې. محمد صادق د افغانستان د ملي امنیت له صلاحکار حمد ا... محب، د پاکستان په چارو کښې د کابل له استازي عمر داوود زي او د افغانستان د خارجه وزارت له سیاسي مرستیال میرویس ناب سره د صلحې د بین الافغاني بهیر په شمول د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په هکله صلاح مشورې وکړې.
خبر زیاتوي چې په دغو ملاقاتونو کښې د صلحې مذاکرات، دوه اړخیزې اړیکې، ټرانزټي تجارت او د ترهګرۍ خلاف اقدامات وڅیړل شول. هم داشان د دواړو هیوادونو چارواکو د سیمه ایز تجارت د پراختیا لپاره په ګډو سرحدونو کښې د امنیت اهمیت ته په توجه سره ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ د سپیرې ښکارندې خلاف ضروري اقدامات پراخ کړي.
صادق خان په دغو لیدنو کتنو کښې د صلحې د بین الافغاني پروسې له پرمختګه د پاکستان په ملاتړ هم ټینګار وکړ.