د ایران او افغانستان ترمینځ د ټرانزیټ روڼټیا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99598-د_ایران_او_افغانستان_ترمینځ_د_ټرانزیټ_روڼټیا
 هغه څه چې مسلم دي،د خواف –هرات ریل پټلۍ  په ملی اوسیمه ایزه سویه یوه مهمه پروژه او د ایران او افغانستان ترمینځ د مراوداتو د پراختیا او ټرانزیټ  دځائيګي د پیاوړتیا زمینه جوړونه حسابیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2021 10:48 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان ترمینځ د ټرانزیټ روڼټیا

 هغه څه چې مسلم دي،د خواف –هرات ریل پټلۍ  په ملی اوسیمه ایزه سویه یوه مهمه پروژه او د ایران او افغانستان ترمینځ د مراوداتو د پراختیا او ټرانزیټ  دځائيګي د پیاوړتیا زمینه جوړونه حسابیږي .

د ایران د خواف او د افغانستان د هرات ترمینځ  د ریل پټلۍ د افتتاح کیدو کابو پنځه میاشتې تیریږي او دغه ریل پټلۍد تیر لمریز کال  په لیندۍ یا قوس میاشت کې د ا یران او افغانستان د ولسمشرانو په شتون سره  رسما  افتتاح شوې ده . 

  د خواف –هرات دریل  پټلۍ جوړیدا او پرانیستل ئې ، دبُن  په غونډې کې  له افغانستان سره دوړیا مرستو پشمول  د ایران او افغانستان ترمینځ دشوي تفاهم لیک په اساس وو .

 د خواف –هرات  ترمینځ دریل پټلۍ ستره پروژه ، په څه دپاسه دوه سوه شل کلومیټرۍ  کې په څلورو قطعو کې جوړه شوې ده . لومړۍ او دوهمه قطعه ئې  په ایران کې  له خواف څخه تر شمتیغ پورې شپږ اویا کلومیټرپورې او  دریمه قطعه ئې له شمتیغ څخه  د افغانستان په خاورې کې تر روزنک پورې په درې شپيیته کلومیټرو پورې  جوړه شوې ده . 

  دافغانستان دمسئولانو په وینا،دهرات –خواف دریل پټلۍ څلورمه قطعې څلویښت فی صدو پورې وده درلودلې ، چې  تمه کیږي ،ددې په بشپړولو سره  د  ایران او افغانستان ترمینځ  د تجارت او مسافرانو تګ راتګ  له زیات رونق پیدا کړي .

 د افغانستان د ریلي چارو ادارې  د تیرې شنبې په ورځې  د خواف –هرات دریل پټلۍ په باب  یو  راپور خپور کړی او ټينګار ئې کړی دی،چې په تیره بیا له ایران سره ددغه هیواد دریل پټلیو  په پرانیستو سره،افغانستان  ته واردات او صادرات زیات شوي دي .

 د افغانستان د ریلي چارو د ادارې  دراپور په اساس ، په تیرې یوې میاشتې کې  دغه هیواد  ته د ریل ګاډي پنځه زره یو سل اوه شپیته واګنونه(یا ډبې)وارد شوي دي  چې پخپل ډول  یو ریکارډ حسابیږي .  دده راپور په اساس ،  په تیرې میاشتې کې همداراز د حراتان –مزارشریف ، خواف هرات او تورغنډئ دریل پټلۍ په وسیله   له افغانستانه بهر ته دده هیواد  کابو دیارلس زره  څلور سوه اوه نوي  ټنه کرهڼيز محصولات صادر شوي دي . 

 هغه څه چې مسلم دي ،د خواف –هرات ریل پټلۍ  په ملی اوسیمه ایزه سویه  یوه مهمه پروژه او د ایران او افغانستان ترمینځ د مراوداتو د پراختیا او ټرانزیټ  دځائيګي د پیاوړتیا زمینه جوړونه حسابیږي .

په تیرو دوو کلونو کې دایران او افغانستان د راکړې وړکړې  اندازه کابو درې میلیارډ ډالره  اټکل شوې چې  لازیاته ئې ،افغانستان ته د ایرانیو هغو شیانو صادرات دي چې هرات ته د خواف ریل پټلۍ په افتتاح کیدا سره دا هیله شته چې د دواړو هیوادونو  ترمینځ د ملګرتیاؤ اندازه لاپراخه شي .

 له دې ورتیر،افغانستان  د ایران په ګاونډیانو کې د اقتصادي او جغرافیائي پلوه  خاص اهمیّت  او ځائيګی لري  او  له ایران سره د  نهه سوه دیرش کلومیټره ګډې پولې څخه په برخمنیدا سره ایران ته د خپلو ګاونډیو هیوادنو لازیات شیان صادروي .

بل ټکی دا چې،ایران همدااوس د افغانستان یو تر ټولو ستر تجارتي شریک حسابیږي  او حتی  په کرونائي شرائطو کې  هم  له افغانستان سره  دتجارتی مبادلاتو په وړاندې  د ایران د اسلامی جمهوریت پولې پرانیستل شوي او د خواف-هرات د ریل پټلۍ  په بشپړ تیا سره،د افغانستان هیواد د ایران ریلي پټلیو په وسیله  دسمندر آزادو اوبو  او  د مینځني ختیځ  هیوادونو سره ونښلول شي .  

په بله وینا،په وچې کې د افغانستان کلابندیدا او آزادو اوبو ته ئې نه لاس رسي،د بهرني تجارت په تیره بیا  ددغه هیواد لپاره د خوراکي موادو دتامینولو په زمینې کې ډير محدودیَتونه په ځان پسې درلودلي دي  او هرات ته د خواف دریلي پټلۍ افتتاح او د ختیځي کریډور بشپړتیا، افغانستان  د ریل پټلۍ له لارې له چابهار بندر او د فارس خلیج  د سمندر له آزادو اوبو سره نښلوي  او د چین او هندوستان شرکتونه  د افغانستان   د خاورې له لارې لویدیځي آسیا او دهند سمندر سره ارتباط ټينګولی شي چې دا موضوع ، په دغې لارې کې د ریلي ټرانسپورټ له ظرفیّته د لازیاتې ګټې اخستنې لپاره د پانګوالو  انګیزه زیاتوي . 

 په ټول کې باید ووئيل شي ،  د خواف –هرات ریل پټلۍ د افتتاح په  کابو پنځو میاشتو تیریدا سره ،  دتهران کابل  دمبادلاتو  او راکړه ورکړه  اندازه  تر پام وړ پورې زیاته شوې ده . ددې په ترڅ کې چې  تمه کیږي ، له دغه ریل پټلۍ څخه  استفاده ،  تر پام وړه حده د دواړو هیوادونو ترمینځ داقتصادي مبادلاتو اندازه زیاته کړي .

 په همدې دلیل اټکل کیږي،ددغې ریل پټلۍ په بشپړتیا او استفادې سره،له دغې لارې  په کال کې د دوه لکه مسافرانو  تګ راتګ  او د درې میلیون ټنه شیانو ټرانزیټ ممکن شي . پر دې سربیره،په متوسط ډول  په کال کې د افغانتسان او ایران  له دوغارون پولې څخه یو لک اتیا زره ګاډی یا چکړې تګ راتګ کوي ، چې  د خواف –هرات  دریل پټلۍ په افتتاح سره اټکل کیږي،په دغې پولې د ټریفیک بوج کابو تر پنځوس فی صدو پورې کم شي .

په هر حال،د ایران  د خراسان رضوي په جنوب ختیځ کې د خواف ریل پټلۍ د  افغانستان  په شمال لویدیځ کې تر هرات پوري دغه لاره،د آسیا  دلوئې وچې ددغې برخې لپاره  د سیمه ایزو اونړیوالو مبادلاتو د پراختیایو ضرورت او  همداراز د ایران او افغانستان د اړیکو په پراختیا کې یو مهم ټکی حسابیږي  او څرګنده ده ، ددغې پروژې بشپړ  اجرا ، دایران او افغانستان د دوو ګاونډیو هیوادونو داقتصادي ملګرتیاؤ اندازه هم ډيره زیاتولی شي .