امریکې په افغانستا کښې خپله ماتې ومنله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99656-امریکې_په_افغانستا_کښې_خپله_ماتې_ومنله
کابل کښې د امریکې د سفارتخانې سرپرست په اول ځل اعتراف وکړ چې دغه هیواد د افغانستان په شل کلن جنګ کښې ماتې خوړلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2021 03:01 Asia/Kabul
  • امریکې په افغانستا کښې خپله ماتې ومنله

کابل کښې د امریکې د سفارتخانې سرپرست په اول ځل اعتراف وکړ چې دغه هیواد د افغانستان په شل کلن جنګ کښې ماتې خوړلې ده.

کابل کښې د امریکې د سفارتخانې سرپرست په اول ځل اعتراف وکړ چې دغه هیواد د افغانستان په شل کلن جنګ کښې ماتې خوړلې ده.

راس ویلسن طلوع خبري آژانس ته په مرکه کښې وویل: د امریکې حکومت له دې مخکښې دې نتیجې ته رسیدلې و چې د افغانستان جنګ ستومانه کونکی دی او له بندون سره مخامخ شوی دی او واشنګټن به په دغه جنګ کښې کامیاب نه شي.

په کابل کښې د امریکې د سفارت سرپرست زیاته کړه: امریکايي چارواکي ښه پوهیدل چې و به نه توانیږي د افغانستان نښتې او جنګ او طالبان ختم کړي او له سیاسي لارو د افغانستان د مسئلې هواری یې ترټولو غوره انتخاب ګڼه.

امریکا په افغانستان کښې له شل کلن شتون وروسته په داسې حال کښې غواړي د ستمبر په یوولسمه نیټه په خوارۍ او ذلالت سره له دې خپلې جوړې کړې جبې ووځي چې په دې هیواد کښې یې هم د خپلو انډیوالانو په ملتیا لکه د سوریې او عراق ډیر جنایتونه کړي دي چې د افغانستان د خلکو او د سیمې د هیوادونو قهر یې راپارولی دی.

د ترهګرۍ پراختیا، د نشه ایزو موادو تولید، په نشې د افغان ځوانانو روږدي کول، د مظلومو خلکو وژل، د ناامنۍ او بې ثباتۍ او د رسول الله مبارک اهلبیتو ته سپکاوی په افغانستان کښې د امریکې محصول او لاسته راوړنې دي.