په لوګرکې زوروې چاودنې د څه د پاسه سلوکسانو وینه وبهوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99684-په_لوګرکې_زوروې_چاودنې_د_څه_د_پاسه_سلوکسانو_وینه_وبهوله
دغه کار بم چاودنه  په هغې ودانۍ کې شوې چې د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکي پکې اوسیدل او دې مهاله  په دغې ودانۍ کې د محصیلینو  دکنکور امتحان  اخستونکی ؤ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2021 23:58 Asia/Kabul
  • په لوګرکې زوروې چاودنې د څه د پاسه سلوکسانو وینه وبهوله

دغه کار بم چاودنه  په هغې ودانۍ کې شوې چې د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکي پکې اوسیدل او دې مهاله  په دغې ودانۍ کې د محصیلینو  دکنکور امتحان  اخستونکی ؤ

زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ  د افغانستان د لوګر  د  والي ویندوي  دیدار لونګ بیګا خبریالانو ته وئيلي ماښام مهال د لوګر ولايت ولايتي روغتون په وړاندې په يوه ګاډي کې چاودنه شوې، چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې  او لا هم د خاورو لاندې په لسګونو کسان بندي دي  ، وئيل شوي چې دخبر تر مخابیره کیدا پورې تر دیرشو پورې مړي له خاورو ویستل شوي  او  کابو یو سل لس ټپیان هم  روغتونونو ته وړل شوي دي  چې ځیني سرچینې وائي  ممکنه ده  د مړو شمیر نوره هم زیات شي .

په عین حال کې د لوګر  ولایتي شورامشر حسیب ستانکزی وئيلي دي مرک ژوبله  له ښودل شوي شمیره لازیاته ده .

  ستانکزي وئيلي دي ، ماښام مهال په یوه ګاډي کې چې ګواکې  په دغه ځاي کې موجودو خلکو ته یې روژه ماتی راوړی، ودانۍ  ننوځي،نو سمدلاسه چاودنه کوي چې له امله یې ټوله وداني نړیږي.

د ولایتي شورا مشر وئيلي دي ، ددغې ودانې یواځې په یوه پوړ کې ۲۵ کسان تر خاورو لاندې دي، په نږدې کورونیو کې هم خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې اوپه ولایتي روغتون کې ډیری ډاکټرانو او ناروغانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه کار بم چاودنه  په هغې ودانۍ کې شوې چې د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکي پکې اوسیدل او دې مهاله  په دغې ودانۍ کې د محصیلینو  دکنکور امتحان  اخستونکی ؤ

 او ممکنه ده زیاتره قربانیان ئې  محصیلین وي .

 دخبر تر مخابیره کیداپورې ددغه جنایت پړه چا په غاړه نه ده اخستې .

Image Caption
Image Caption

 

Image Caption
Image Caption

 

Image Caption
Image Caption