افغانستان کښې د شب قدر دستورې ترسره شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99760-افغانستان_کښې_د_شب_قدر_دستورې_ترسره_شوې
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په بیلابیلو ښارونو کښې د قدر له فضلیت د ډکو شپو د لومړۍ شپې د احیا مراسم د روغتیايي پروټوکولونو په نظر کښې نیولو سره ترسره شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2021 09:42 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د شب قدر دستورې ترسره شوې

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په بیلابیلو ښارونو کښې د قدر له فضلیت د ډکو شپو د لومړۍ شپې د احیا مراسم د روغتیايي پروټوکولونو په نظر کښې نیولو سره ترسره شول .

د افغانستان شیعه مسلمانانو د روژې د مبارکې میاشتې په نولسمه (۱۹) شپه په جوماتونو ، امامباړو او کورونو کښې د قدر د شپو د ځانګړیو اعمالو په ترسره کولو او د روغتیا وزارت د ټینګار وړ روغتیایي چارو په رعایتولو سره له خدای پاک سره راز او نیاز وکړ .

د افغانستان د پلازمینې کابل په لویدیځ کښې د یوه(۱) جومات د جمعې لمانځه امام عبدالرحیم رضواني وویل که څه هم په خلکو کښې د کورونا ویروس د نوي څپې د خپریدا په هکله اندیښنې شته خو وګړو  د روغتیايي پروټوکولو او د ټولنیز واټن په رعایتولو سره په جوماتونو کښې د قدر شپې اعمال ترسره کړل .

رضواني وویل د افغانستان یوشمیر خلکو هم روغتیایي چارو ته په پام سره په کورورنو کښې له خپلو کورنیو سره یوځاې د قدر شپې اعمال ترسره کړل .

د روژې د مبارکې میاشتې نولسمه(۱۹) ، یویشتمه(۲۱) او درویشتمه(۲۳) شپه د قدر شپې دي او مسلمانان د شپې په مهال په ویښ پاتې کیدا سره په قران باندې د سر په کیښودلو ، عبادت کولو او د جوشن کبیر دعا په لوستلو سره له خپل خدای سره راز او نیاز کوي .

شب قدر داسې شپه ده چې په ټول کال کښې هیڅ شپه د هغې فضلیت ته نه رسیږي او په دغه شپه کښې عمل د زرو (۱۰۰۰) میاشتو له عمل بهتر دی او په دغه شپه د انسان د ټول کال تقدیر لیکل کیږي .

د څلویښتم(۴۰) هجري قمري کال د  روژې د مبارکې میاشتې د نولسمې(۱۹) نیټې په سهار د خوارجو ډلې غړي  ابن ملجم مرادي په داسې حال کښې چې حضرت امام علي علیه السلام د کوفي په جومات کښې په محراب کښې په لمانځه بوخت په زهرجنې تورې سره د هغه په سر ګوزار وکړ .

د نړۍ د شیعه مسلمانانو لومړی(۱) امام حضرت علي علیه السلام له ګوزار خوړلو وروسته په کور کښې بستری شو او دوه(۲) ورځ وروسته یعني د روژې د مبارکې میاشتې په یویشتمه (۲۱) نیټه شهید شو .