افغانستان کښې کورونا ویروس نور زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99768-افغانستان_کښې_کورونا_ویروس_نور_زیات_شوی
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني په هیواد کښې په کورونا ویروس د ککړیدونکو او د وژل کیدونکو کسانو د شمیر په زیاتیدا سره د دغه ویروس د دریمې (۳) څپې د خپریدا په هکله خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2021 11:22 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې کورونا ویروس نور زیات شوی

شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني په هیواد کښې په کورونا ویروس د ککړیدونکو او د وژل کیدونکو کسانو د شمیر په زیاتیدا سره د دغه ویروس د دریمې (۳) څپې د خپریدا په هکله خبرداری ورکړ .

محمد اشرف غني په کابل کښې د افغانستان د روغتیا وزارت له چارواکو او مسولانو سره په غونډې کښې وویل په هیواد کښې د کورونا دریمه (۳) څپه خپره شوي ده او خلک باید په کامل ډول روغتیايي پروټوکولونه رعایت کړي .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په هیواد کښې د اکسیجن ګاز د کمښت په ختمیدا ټینګار وکړ .

د افغانستان د روغتیا وزارت خبرداری ورکړ هیواد د کورونا ویروس د خپریدا له دریمې (۳)څپې سره مخ دی چې دغه څپه په کراتو د کورونا ویروس له لومړۍ(۱) او دوهمې (۲) څپې څخه خطرناکه ده .

په تیرو څلرویشتو (۲۴)ساعتونو کښې یوسل شپږ شپیته (۱۶۶) نور کسان په افغانستان کښې په کورونا ویروس ککړ شوي دي او په ټول هیواد کښې په دغه ویروس د ککړو کسانو شمیر شپیته زره او دوه سوه اته اتیا (۶۰۲۸۸) تنو ته رسیدلی دی .

دغه راپور وايي چې په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې پینځه(۵) نور کسان د کورونا ویروس له کبله مړه شول او په ټول هیواد کښې تراوسه دوه زره او شپږ سوه دوه څلویښت (۴۰) کسان وژل شوي دي .

د افغانستان خارجه وزارت په ښاریزو غږ کړی چې هندوستان ته له غیر ضروري سفر ډډه وکړي .