ننګرهار کښې پولیسو ډیرې وسلې ډایاک پروګرام ته وسپارلې
د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې پولیسو نزدې دوه سوه میله ډول ډول وسلې د ډایاک پروګرام ته وسپارلې.
د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې پولیسو نزدې دوه سوه میله ډول ډول وسلې د ډایاک پروګرام ته وسپارلې.
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال جمعه ګل همت په یوه خبري ناسته کې وویل پولیسو په تیرو دوه میاشتو کې ۱۸۴ میله ډول ډول وسلې په بېلابېلو عملیاتونوکې ددولت له وسله والو مخالفینو،غیر مسولو وسله والو او د غه راز د نشه یی توکیو له قاچاقچیانو تر لاسه او د ډایاک پروګرام مسولینو ته یې وسپارلې.
جنرال همت وویل په دغو وسلو کې ۳۱ میله کلاشینکوف، ۱۴۴ میله تومانچې او نهه میله بېلابېلې وسلې شاملی دي. هغه وویل د دغو وسلو په تور د وه دیرش تنه هم نیول شوي چې دوسیې یې د وروستیو کړنو به موخه عدلي اوقضایی ادارو ته سپارل شوي دي .
په دې خبرې ناسته کې په ننګرهار کې د ډایاک پروګرام مرستیال شاه اغا سادات وویل له دې وسلو به تر دې وروسته دافغانستان امنیتي ځواکونه په قانوني ډول استفاده کوي.نوموړي وویل په روان کال کې ورته په ختیځو ولایتونوکې د امنیتي سکتور له لورې ۱۲۷۷ میله سپکې او درنې وسلې سپارل شوې دي.