په ننګرهار کې د داعش ډلې   درې غړی  نیول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99916-په_ننګرهار_کې_د_داعش_ډلې_درې_غړی_نیول_شوي
دافغانستان د ملي امنیت ادارې کارکوونکو په یو بل ځانګړی اقدام کې د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې د وسله والو طالبانو مالي مسئول چې نوم یې نه دی اخیستل شوی له یو شمیر وسلو او تجهیزاتو  سره یو ځای  نیول شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 06, 2021 08:24 Asia/Kabul

دافغانستان د ملي امنیت ادارې کارکوونکو په یو بل ځانګړی اقدام کې د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې د وسله والو طالبانو مالي مسئول چې نوم یې نه دی اخیستل شوی له یو شمیر وسلو او تجهیزاتو  سره یو ځای  نیول شوی دی .

زمونږخبریال  له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان  د ننګرهار د والي ویاند عطا ا... خوږیاڼی نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي ، د ملی امنیت ادارې کارکوونکو په یو ځانګړي اقدام کې په جلال اباد ښار کې دداعش ډلې   درې تنه غړی ونیول .

 د والي ویاند وویل نیول شویو کسانو چې په خپلو جرمونو ئې اعتراف کړی په هدفی وژنو، دمقناطیسي ماینونوایښودلو، دخلکو کورونو ته د لاسي بمونو ورغورځولو او همدارنګه د خلکو دګواښلو به جرمونو کې ککړ دي . نوموړي وویل نیول شوي کسان تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي او زر به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي. د ننګرهار د والي ویاند دغه راز وویل چې د ملي امنیت ادارې کارکوونکو په یو بل ځانګړی اقدام کې د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې د وسله والو طالبانو مالي مسئول چې نوم یې نه دی اخیستل شوی له یو شمیر وسلو او تجهیزاتو  سره یو ځای  نیول شوی دی .