له افغانستانه به دامریکائي عسکرو وتل جنګ نورهم پراخ کړي
په داسې حال کې ټاکل شوې ده ، دستمبر تر یولسمې نیټې پورې د امریکا په قوماندانۍ بهرنی عسکر له افغانستانه پښې سپکې کړي ، چې د سیمې سیاسی کارپيژاند د جوزف بایډن دغې فیصلې ته دشک په سترګه ګوري
آریا نیوز خبری آژانس راپور ورکړی، د امریکا د استخباراتي ادارې سی آئي اې پخواني مشر ډيويډ پيټراؤس دفرانسې له ۲۴ټيلیویژني چینل سره په خصوصي خبرو کې مدعي شوی له افغانستانه د امریکائي پوځیانو ویستل زر دي او ددغو پوځیانو ویستل به په افغانستان کې د جنګ د ختمیدا سبب نشي .
هغه په افغانستان کې د امریکا پوځي ناکامۍ ته له اشارې پرته وئيلي دي ، دبهرنیو عسکرو دشتون په دوام سره په دغه هیواد کې جنګ پاي ته رسیږي او د داعش پشمول ترهه ګرې ډلې به هم وځپل شي .
دامریکا د اسختباراي ادارې د پخواني مشر دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې دغه هیواد د افغانستان دشل کلن جنګ دیوه اصلي بایلونکي لوبغاړي هیواد په توګه نه یوازې ددغه ویجاړونکي جنګ د ختمیدا ، دسولې ډټينګیدا او دامنیت د تامینیدا جوګه نه ؤ ،بلکې ددغه هیواد په نیواک سره ئې هماغه راز ناکراریو ،بې ثباتیو ، دجنګ او ترهه ګرۍ پراختیا او د خلکو د وژلو زیاتیدا ته لمن وهلې ده .
په داسې حال کې ټاکل شوې ده ، دستمبر تر یولسمې نیټې پورې د امریکا په قوماندانۍ بهرنی عسکر له افغانستانه پښې سپکې کړي ، چې د سیمې سیاسی کارپيژاند د جوزف بایډن دغې فیصلې ته دشک په سترګه ګوري