د استانبول سولې غونډه به دمئ په پاي کې جوړه شي
د افغانستان حکومت ددغې ناستې دځنډيدا دلیل طالبانو ډله ګني ، خو ددغې ډلې مشرانو وئیلی دي ،تر څو چې له افغانستانه د امریکا ترهه ګر پوځیان نه وي وتلي ، طالبان به په دغې غونډې کې ګډون ونه کړي .
طلوع نیوز خبری چینل راپور ورکړی ، د افغانستان د ملی مصالحې لوړې شورا مرستیال حاجی د ین محمد وئيلي دي ، دافغانستان د سولې په باب دساتانبول غونډه چې تر دې دمه دوه ځله ځنډیدل شوي ، ټاکل شوې ده ، دمئ په پاي کې ترسره شي .
البته له دې مخکې د ترکیې خارجه وزارت وئیلي وو، دغه غونډه داپریل له څلورویشتمې نیټې څخه د روژې له ختره وروسته وخت ته ځنډول شوې ده .
دافغانستان حکومت د دغې ناستې دځنډيدا دلیل طالبانو ډله ګني ، خو ددغې ډلې مشرانو وئیلی دي ،تر څو چې له افغانستانه د امریکا ترهه ګر پوځیان نه وي وتلي ، طالبان به په دغې غونډې کې ګډون ونه کړي .
دسیمې ډيری سیاسی کارپيژاندي په دې اند دي ، چې دغه شان غونډې چې تر دې دمه ترسره شوي دي ، له ناکامۍ ،پرته ئې بله نتیجه نه ده درلودلې او په افغانستان کې د جنګ جګړو او د عمومی اور بند یوازینۍ حل لاره ، په کابل کې بین الافغاني خبرې اترې او د امریکا پشمول دافغانستان دماته خوړلي جنګ دنورو هیوادونو د استازو له شتون پرته د افغانانو ترمینځ ناسته ده .