طالبانو په کندهار کې دهلۀ بند پخپلې ولکې کې واخست
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99940-طالبانو_په_کندهار_کې_دهلۀ_بند_پخپلې_ولکې_کې_واخست
دهله بند،دکندهار ولایت دشاه ولی کوټ ولسوالۍ په اتیا کلومیټرۍ کې واقع دی چې ددغه ډيم له اوبو د اوو ولسوالیو دکرهڼيزو مځکو لپاره  استفاده کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2021 11:04 Asia/Kabul
  • طالبانو په کندهار کې دهلۀ بند پخپلې ولکې کې واخست

دهله بند،دکندهار ولایت دشاه ولی کوټ ولسوالۍ په اتیا کلومیټرۍ کې واقع دی چې ددغه ډيم له اوبو د اوو ولسوالیو دکرهڼيزو مځکو لپاره  استفاده کیږي .

 زمونږخبریال د شفقنا خبری اژانس له قوله راپور راکړ د افغانسان دامنیتی مامورانو او وسلوالو طالبانو ترمینځّ  له سختو نښتو وروسته  دکندهار ولایت دهلۀ بند یا ډیم  د طالبانو منګولو ته لویدلی دی .

 د کندهار دشاولی کوټ ولسوال  حاجی ګلبدین   نن رسنیو ته وئيلی دي ،ددغه بند یا ډیم دکنټرول پخپل لاس کې د اخستو لپاره  له دوو اونیو راهسې د دو اړو لورو ترمینځ   جنګ پیل شوی ؤ چې بلاخره  طالبان  ددغه بند په نیولو کې بریالي شوي دي .

 هغه زیاته کړې ده ،دخبر ترمخابیره کیدا پورې په کندهار کې د دهله بند، مردژه  او زرتاله سیمو شاوخوا کې د امنیتی ځواک او طالبانو ترمینځ نښتې  هماغه راز دوام لري   . په دغو نښتو کې  یو افغان پوځي وژل شوی  او څو نور هم ټپیان شوي  او دغه راز په سلګونو کورنۍ هم کډه په سر شوي دي .

دهله بند،دکندهار ولایت دشاه ولی کوټ ولسوالۍ په اتیا کلومیټرۍ کې واقع دی چې ددغه ډيم له اوبو د اوو ولسوالیو دکرهڼيزو مځکو لپاره  استفاده کیږي .