-
په تېرو دوو میاشتو کې کابو نیم میلیون کډوال بېرته افغانستان ته ستنه شوي
May 31, 2025 12:07د ملګرو ملتو د کډوالو لوړې کمېشنرئ اعلان کړی چې په تېرو دوو میاشتو کې له ایران او پاکستانه کابو پنځه لکه افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته ستنه شوي دي؛ دغې ستنېدا د دغو وګړو د معیشتي وضعیت او راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
-
د ایران جنوبي خراسان د افغانستان د فراه ذ والي او ورسره د پلاوي کوربه دی
May 31, 2025 11:08د افغانستان د فراه والي د یو لوړپوړې حکومتي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د ایران د اسلامی جمهوریت جنوبي خراسان ولایت ته راغلی دی. دا سفر د دواړو سرحدي ولایتونو ترمینځ د سوداګریزو، کلتوري او دوه اړخیزوملګرتیاؤ د ظرفیتونو د ارزونې په موخې سره ترسره شوی دی.
-
افغان طالبان وائي؛له پاکستان سره د ملګرتیاؤ د اړیکو لوړول به زیات شي
May 31, 2025 09:41د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اسلامآباد د چارواکو د هغې فیصلې هرکلی وکړ چې په کابل کې ئې خپل ډیپلوماټیک استازیتوب له کاردار څخه سفیر ته لوړ کړ، چې دوي به هم په متقابل ډول په اسلامآباد کې د افغانستان د سفارت کاردار هم سفیر ته لوړ کړي.
-
یونسیف اداره وائي؛ تر ۲۲ میلیونه زیات افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري
May 31, 2025 08:42یونیسف اداره په افغانستان کې په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۴۰۶ ثابتو روغتیائي مرکزونو له لارې لومړني، ثانوي او تخصصي روغتیائي خدمتونه وړاندې کوي.
-
د افغانستان خلکو په کابل او څو نورو ښارونو کې د فلسطین په ملاتړ کې لاریون وکړ
May 31, 2025 02:43ورته لاریونونه د هرات، نیمروز، بامیان، مزار شریف او د افغانستان په څو نورو ولایتونو او ښارونو کې له غزې سره د ملاتړ د څرګندولو لپاره ترسره شول.
-
امیرخان متقي پاکستان ته ځي
May 30, 2025 10:41د پاکستان رسنۍ وایي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به ژر اسلاماباد ته سفر وکړي.
-
طالبانو د ننګرهار له بند خونې ۳۱۷ تنه ازاد کړل
May 30, 2025 10:38طالبانو ویلي، چې د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت دغه ډلې د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې یې د ننګرهار له محبس څخه ۳۱۷ تنه بندیان ازاد کړل.
-
د طالبانو مشر د پکتیکا مسوولینو ته: له خلکو سره نرم چلند وکړئ
May 30, 2025 10:36د طالبانو مشر ملا هیبت الله د پکتیکا د مسوولینو په روزنیز سمینار کې، چې کندهار کې جوړ شوی و، ګډون کړی او مسؤلین یې له خلکو سره ښه چلند ته را بللي دي.
-
د ایران او افغانستان د ترانزیټ او سوداګرۍ په ودې کې د دوغارون رول
May 29, 2025 10:25د ایران د د خراسان رضوي ولایت د نړیوالو ټرانسپورتي شرکتونو د اتحادئې مشر د فعالو شرکتونو د شمېر زیاتوالي ته په اشارې سره، د دوغارون سرحد د هیواد په ختیځ کې د اقتصادي مرکز په توګه مهم وباله او د ایران او افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا کې ئې پر رول ټینګار وکړ.
-
سعودي عربستان د ایران د ګاونډیتوب په سیاست کې ډېر مهم ځای لري
May 29, 2025 10:06عباس عراقچي په یولدړ څرګندونو کې زیاته کړه،په اوس وخت کې له سعودي عربستان سره اړیکې د یوې رامنځته شوې مسئلې له امله جدي پاملرنې ته اړتیا لري.