-
افغان طالبانو د روسيې د سرزورو ډلو په اړه خبرداري ته ځواب ووایه
May 29, 2025 09:46په افغانستان کې د ۲۰ سرزورو ډلو د شتون مفکوره د امریکائي نیواک پر مهال د استخباراتي موخو لپاره رامینځته شوې وه. هیڅوک دې د افغانستان له اړخه د خطرې په اړه اندېښنه نه لري.
-
په کندهار او زابل ولایتونو کې ستنو شویو کډوالوته د هستوګنو ښارګوټو دویمی برخې،ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
May 29, 2025 08:55د ښار او کورجوړولو سرپرست وزیرمولوي حمدالله نعمانی وویل تر اوسه دهیواد په پنځه ویشت ولایتونوکې ستنو شویو کډوالو ته دسرپناه په موخه ښارګوټي ځانګړې شوي او عملا پکې د مځکو د ویش لړۍ دوام لري
-
له پولیو او ټولو ساري ناروغیو سره مبارزه زموږ لومړیتوب دی
May 28, 2025 12:50زمونږ خبریال راپور راکړی دافغانستان د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وايي چې له پولیو او ټولو ساري ناروغیو سره مبارزه د دغه وزارت له لومړیتوبونو ده.
-
طالبان غواړي د افغانستان د ملي توکو تولید زیات کړي
May 28, 2025 03:54که څه هم طالبانو ویلي چې هڅه کوي په افغانستان کې کورني تولیدات زیات کړي، خو احصایې ښیي چې د هیواد ۹۰ سلنه بازار د بهرنیو توکو په لاس کې دی.
-
د امریکې «د بمونو د مور» پایلې لاهم افغانان ځوروي
May 28, 2025 03:47په افغانستان باندې د بمونو د مور له غورځولو څخه اته کاله وروسته، زیاتره کلیوال د څرمنې او روغتیا له ستونزو سره مخ دي.
-
افغانستان کښې له کونډو، یتیمانو او معلولینو سره مرستې پیلیږي
May 27, 2025 06:17د شهیدانو او معلولینو وزارت؛ کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د مرستو لړۍ پیلوي
-
د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې نن د باران وړاندوینه شوې
May 26, 2025 07:39د دې ادارې له راپور سره سم په کونړ، ننګرهار، بدخشان، تخار، نورستان، لوګر، خوست، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکنډي، غور، بادغیس او میدان وردګ ولایتونو کې د درنو بارانونو، برېښنا او سیلونو احتمال شته.
-
د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د پولیو واکسین پیلېږي
May 26, 2025 04:03نن (دوشنبه) په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسیناسیون عمومي کمپاین پیلېږي.
-
افغان طالبان وائي د سیمهییزو ملګرتیاؤ په برخه کې د ایران رول مهم دی
May 25, 2025 11:55د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر، مطیعالحق خالص ، د «نووسکي نړیوال چاپېریال کنګرس د یوولسمې غونډې په څنډې کې له ایران سره د چاپېریالي ملګرتیاؤ پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.
-
په هرات کې یوه سړي د خپلې مېرمنې سر پرې کړ او خپل مور او پلار یې ووژل
May 25, 2025 10:04په هرات کې ځایي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یوه سړي د خپلې مېرمنې سر پرې کړی او خپل مور او پلار یې په چاقو سره وژلي دي.