-
د سالنګ د مرمتولو چارې اتیا فیصده مخکې ته لاړې دي نور حال راپور کښې واورئ
Oct 15, 2023 10:47زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د ټولګټو وزارت مسوولين وايي، چې د سالنګونو د بیا رغولو چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
-
لغمان ولایت کښې دوه یاغیان وژل شوي دي
Oct 15, 2023 08:49زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په ختیځ کې امنیتي چارواکي وایي لغمان کې یې دوه تنه باغیان وژلي دي.
-
ننګرهار کښې بیلابیلې ورزشي سیالۍ پیل شوي دي نور جزیات په دغه راپور کښې لرو
Oct 15, 2023 08:00زمونږ خبریال راپور راکړی ننګرهار کې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې راټولولو په موخه بېلابېلې ورزشي سیالۍ پېل شویدي.
-
په کابل کې د صهیونیسټي رژیم پر ضد او د فلسطین په ملاتړ پراخ لاریون
Oct 15, 2023 04:09زرګونه کسانو د کابل ښار د عیدګاه مسجد مخې ته په راټولېدو سره؛ د فلسطین له مظلومو مسلمانانو سره د خواخوږۍ، د دوی د مقدسې او برحقې مبارزې د ملاتړ او د صهيونیسټي رژیم د وحشتونو او ړندو بمباریو د غندلو په خاطر؛ لویه ولسي غونډه او مظاهره وکړه. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
د ننګرهار والي د دې ولایت د سوداګرو له لورې شوې نغدي او د توکو مرسته د هرات والي ته وسپارله
Oct 15, 2023 03:55له ننګرهار څخه په یو بل کاروان کې د ولسي وګړو او ځوانانوپه لاس راټوله شوې مرسته هم هرات ولایت ته ولیږل شوه. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
هر کال ۲۵ زره افغانان د یوې سترګې لید له لاسه ورکوي
Oct 15, 2023 01:41د افغان طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مشر حبیبالله اخوندزاده ویلي چې هر کال په منځنۍ توګه د بېلابېلو ناروغیو او طبیعي پېښو له امله ۲۵ زره افغانان د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي.
-
د پوهنتونونو فلج کېدو سره ټولنه ښه راتلوونکی نه لري
Oct 15, 2023 01:32د افغان طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور وايي، چې د پوهنتونونو په فلج کېدو سره يوه ټولنه ښه راتلونکی نه لري.
-
د غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه وفات شوه
Oct 15, 2023 01:24د افغانستان د پخواني مترقي پاچا او د خپلواکۍ د ګټونکي غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ایټالیا په روم ښار کې د ۹۴ کلونو په عمر له دې نړیه سترګې پټې کړې.
-
د بغلان په پلخمري کې دخداي په کور کې جنایت او د داعش ټټَر وهل
Oct 14, 2023 11:25داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د افغانستان په بغلان ولایت کې په پلخمري کې د امام الزمان جومات د هغې بوږنونکي چاودنې مسئولیت په غاړه اخستی چې پکې له امله ئې دخدای په درګاه کې سربسجود دیرش لمونځ ګوزار شهیدان او کابو شپیته نور ټپیان شوي دي.
-
د بغلان په جومات کې جنایت د اسلامی او انساني اصولوپه خلاف اقدام دی
Oct 14, 2023 08:42د افغانستان پخواني ولسمشر او ددغه هیواد د سولې د لوړې ملي شورا پخواني او په دغه هیواد کې د ملګروملتو ملتو نمایندګۍ د دغه هیواد په بغلان ولایت کې په جومات کې ترهه ګره پيښه په کلکه محکومه کړه.