هر کال ۲۵ زره افغانان د یوې سترګې لید له لاسه ورکوي
د افغان طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو مشر حبیبالله اخوندزاده ویلي چې هر کال په منځنۍ توګه د بېلابېلو ناروغیو او طبیعي پېښو له امله ۲۵ زره افغانان د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي.
د سلام وطندار راډیو د خبر له مخې، د نوموړي په خبره، د دغه شمېر کسانو له ډلې ۸۰ سلنه یې کولای شي چې د منظمې درملنې له لارې د خپلې سترګې لید بېرته ترلاسه کړي.
د افغان طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه یې په میدان وردګ، روزګان، بدخشان، پکتیکا، کنړ، غور او خوست ولایتونو کې د شاوخوا ۳۰ زره هغو کسانو درملنه کړې چې د سترګو پر ناروغیو اخته وو.
په ورته وخت کې د کابل ښار د نور د سترګو تخصصي روغتون مشر ظاهرګل ځدران وايي، د سترګو د روغتیا په برخه کې د متخصصانو له کمښت سره مخامخ دي. هغه د عامې روغتیا وزارت له چارواکو وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
د روغتیاپالانو په باور، د عمر ډېروالی، د سېکرټو څښول، د وزن ډېروالی، د وینې لوړ فشار او په بدن کې د ويټامین کموالی، هغه لاملونه دي چې د انسان د سترګو پر لید مستقیمه اغېزه کوي.