-
د ایران سفارت د بغلان بم چاودنه وغندله
Oct 14, 2023 01:56ایسنا خبري اژانس راپور راکړ په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار په امام زمان علیه السلام جومات کښې د پرون ورځې ترهګره حمله وغندله.
-
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د زلزله ځپلو سره د مرستو غوښتونکی شو
Oct 13, 2023 12:42د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د دې په بیانولو چي په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو حالات ډېر خراب دی، هغوی سره د سملاسي مرستو غوښتونکی شو.
-
د ترکیې د سرې میاشتې ادارې په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه
Oct 13, 2023 03:06د ترکیې د سرې میاشتې ادارې په یوه اعلامیه کې د هرات په زلزله ځپلو کلیو کې پر ۲۲۵۰ کورنیو د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړی دی .
-
په هرات کې د پاکستان د مرستو د الوتکې د کیناستو د مخنیوي اوازې رد شوې
Oct 13, 2023 02:54د هرات سیمه ییزو چارواکو هغه خبرونه رد کړل چې د دغه ولایت په هوایي ډګر کې د پاکستان د مرستو را لیږدونکي الوتکې د کیناستو مخنیوی شوی دی.
-
ننګرهار کې د هرات اوبادغیس ولایتونو د زلزله ځپلو لپاره ۸ میلیونه افغانۍ نغده مرسته او یوه اندازه توکي او درمل راټول شول
Oct 12, 2023 13:29چارواکي وایي چې دا مرستې به د ولایتي ادارې له لورې د یوه ځانګړي ګومارل شوي کمیسون پر مټ زیانمنو شویو کورنیو ته واستوي. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
د افغانستان په پکتیا ولایت کې د صهیونیسټي رژیم پر ضد لاریون شوی دی
Oct 12, 2023 13:17د افغانستان د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار سلګونه اوسېدونکو د یوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې پر بې ګناه فلسطینیانو باندې د صهیونیسټي ځواکونو ظلمونه وغندل. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
په هرات کې د سلما بند د ماتیدو اوازه رد شوه
Oct 12, 2023 08:01افغان چارواکي د هرات ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې د اوبو دغه بند د زلزلې ضد اړین معیارونه لري او په روانه اونۍ کې د دوو زورورو زلزلو له امله یې بدن ته زیان نه دی رسېدلی.
-
د هرات ۹۰ سلنه زلزله ځپلي ښځې او ماشومان دي
Oct 12, 2023 03:56د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق( یونیسف) په یوه اعلامیه کې د هرات د زلزلې ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان یاد کړي.
-
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کښې د قحطۍ خبرداری ورکړی دی
Oct 12, 2023 03:52افغانستان همدااوس د امریکايي پوځیانو د شل کلنې نیواکګرۍ او جنګ له امله له اقتصادي او انساني کړکیچ سره مخامخ دی. دغه نیواک په افغانستان کښې د اقتصادي او صِحي بیخ بیناؤ د نابودی لامل شوی دی.
-
ننګرهار کې پاکستاني وګړي د نشه يې توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي
Oct 11, 2023 12:54د ننګرهار د والي د ويندوی دفتر له لورې رسنيو ته په استول شوې خبرپانه کې ويل شوي چې د پوله ساتو ځواکونو د نهه کنډک موظفينو د ننګرهار ولايت سپين غر ولسوالۍ اړوند د مامند درې سيمه کې شپږ تنه له نوي کيلو ګرامو خامو چرسو سره يو ځای نيولي دي.