د هرات ۹۰ سلنه زلزله ځپلي ښځې او ماشومان دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق( یونیسف) په یوه اعلامیه کې د هرات د زلزلې ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان یاد کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق( یونیسف) په یوه اعلامیه کې د هرات د زلزلې ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان یاد کړي.
تاند خبري سایټ لیکلي چې دغه سازمان د ځپل شویو کسانو د عاجلې مرستې لپاره د ۲۰ میلیونه ډالرو غوښتنه هم کړې ده.
یونیسف ویلي، چې د شنبې ورځې دغې زلزلې ډېر ځایي خلک په وېره کې اچولي او رواني ناروغیو سره مخ کړي دي.
د خوړو نړیوال سازمان هم له دې مخکې له دغې زلزلې سره په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د دوام او احتمالي قحطۍ خبرداری ورکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې لا هم په سیمه کې وخت په وخت د زلزلو د ټکانونو د دوام خبرونه ورکول کیږي.
پرون د دغو ټکانونو له امله په هرات کې د یوه تن د مړینې او یو نیم سل نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی شوی و.