په هرات کې د سلما بند د ماتیدو اوازه رد شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139840-په_هرات_کې_د_سلما_بند_د_ماتیدو_اوازه_رد_شوه
افغان چارواکي د هرات ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې د اوبو دغه بند د زلزلې ضد اړین معیارونه لري او په روانه اونۍ کې د دوو زورورو زلزلو له امله یې بدن ته زیان نه دی رسېدلی.
(last modified 2023-10-12T03:33:01+00:00 )
Oct 12, 2023 08:01 Asia/Kabul
  • په هرات کې د سلما بند د ماتیدو اوازه رد شوه

افغان چارواکي د هرات ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې د اوبو دغه بند د زلزلې ضد اړین معیارونه لري او په روانه اونۍ کې د دوو زورورو زلزلو له امله یې بدن ته زیان نه دی رسېدلی.

دافغانستان د  هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چشت ولسوالۍ کې د سلما بند د ویجاړېدو او نړېدو خبرونه په بشپړ ډول بې بنسټه او له اوازو پرته بل څه نه دي.

په دغه ولایت کې د پرله پسې زلزلو او ورښتونو په اړه د خلکو د اندیښنو په دوام، دا ځل د سلما بند د ویجاړیدو او د هغې د زیرمو د اوبو د ډیریدو خبر ورکړل شوچی  د خلکو په اندیښنو کې اضافه شوه.

د هرات ښاريانو د دې خبر په اورېدو سره د چشت، اوبې او پښتون زرغون ولسواليو اوسېدونکو خپل کورونه او د اوسېدو ځايونه پرېښي او د سېلابونو له خطر څخه د مخنيوي په خاطر يې غرونو او لوړو سيمو ته پناه وړې ده.

خو د سلما بند د امنيت امر يو تن دغه خبر رد کړ او ويې ويل چې دا خبر افواه دي او متعصب کسان د خلکو په ذهنونو کې د وېرې او اندېښنې د پيدا کولو په موخه دا ډول ناسم خبرونه خپروي.