-
د افغانستان ځانګړي اقتصادي پلاوې چین ته لاړ
Sep 19, 2023 08:10د افغانستان د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د چینايي چارواکو په رسمي بلنه چین ته ولاړ.
-
په ننګرهار کې سیلابونو ۵۰ کورونه نړولي دي
Sep 19, 2023 08:05د افغانستان د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایی، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ځینو ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د استوګنې څه باندې پنځوس کورونه ویجاړ شوی دی.
-
ګوترش په افغانستان کښې د جینکو د ښوونځیو په نه خلاصیدو نیوکه وکړه
Sep 19, 2023 01:11د ملګرو ملتو سرمنشي یوځل بیا په افغانستان کښې د جینکو د زده کړو له بندیدو اندیښنه ښودلې او د طالبانو له خوا یې د نجونو د ښوونځیو د پرانستل کیدو غوښته وکړه.
-
کندوز ولايت کې د اوبو رسولو يوې شبکې په فعالیت پیل وکړ نور حال دلته لرو
Sep 18, 2023 11:49زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په شمال لور کندوز ولايت کې د اوبو یوې شبکې د فعالیت چارې روانې شوې.
-
افغانستان کې د پوځي عملیاتو په اړه د پاکستان خبرداری/ مجاهد: افغان طالبان به یې ځواب ورکړي
Sep 18, 2023 09:36د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ ویلي چې پاکستان به له اړتیا سره سم په مشخص وخت کې د ځان د دفاع لپاره په افغانستان کې پوځي عملیات وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې دغه هېواد حق لري، څو د ځان او خپلو خلکو د دفاع لپاره په دې برخه کې لازم ګامونه اوچت کړي.
-
په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز دوه کلن شو
Sep 18, 2023 09:12په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو بندیز دوه کلن شو، د «زده کړې انتظار نه شي کولای» په نوم سازمان (EWC) افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د ژر تر ژره لرې کېدو غوښتنه وکړه.
-
روان کال د ناچاوده توکو له امله نږدې ۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Sep 18, 2023 08:47د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ مشر نورالدین رستمخېل وايي چې د ۲۰۲۳ زیږدېز کال له پېله تر اوسه په ټول افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې نږدې ۴۰۰ کسانو ژوند بایللی او یا هم ټپیان شوي دي. د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، رستم خېل زیاتوي، چې په دې موده کې له ۲۰۰ ډېرې پېښې رامنځته شوي، چې له امله يې له ۱۲۰ ډېرو کسانو ژوند بایللی او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.
-
له پاکستان څخه ۵۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي نور جزیات دلته اوریدلی شئ
Sep 18, 2023 07:33زمونږ خبریال راپور راکړی په تیرو درې ورځو کې خواوشاه پنځه سوه کورنۍ له ګاونډي هیواد پاکستان څخه د تورخم له لارې خپل هیواد افغانستان ته راستانې شویدي.
-
ننګرهارکې سیلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولی دي تفصل په دغه راپور کښې واورئ
Sep 18, 2023 06:49زمونږ خبریال راپور راکړی چارواکي وایي د سیلابونوله امله د زیانمنو شویو کورنیو په اړه د کره معلوماتو لپاره یې سیمو ته پلاوي استولي دي.
-
ننګرهار ولایت کې دسوک وهنې سیالۍ تر سره شوې نور راپور واورئ
Sep 18, 2023 06:33زمونږ خبریال راپور راکړی د ننګرهار ولایت د سیالیو تنظیمونکي وایي موخه یې د لوبغاړو هڅول او ځوانانو ته د سالم تفریح چاپيریال برابرول وو.